1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايتاليا او فرانسه کې سيلابونو مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ آذر ۴, دوشنبه

د فرانسې په جنوب او ايتاليا په شمال کې تر سختو اورښتونو وروسته سيلابونه موټرونه وړي دي چې په پايله کې یې انسانان وژل شوي دي. توپاني بارانونه چې د اروپا سويل یې ځپلی د ايتاليا ساحلي ښار ساونا ته څېرمه يو پل هم نړولی دی.

Wetterchaos am Mittelmeer: Menschen sterben Brücke stürzt ein
انځور: AFP/P. Guyot

د شنبې او یکشنې په ورځو د ايتاليا په شمال او فرانسې په جنوب کې سخت بارانونه وشول چې ۴ څلور کسان یې ووژل او د وينس مشهور ښار یې د سيلاب له يوې بلې څپې سره مخامخ کړ.

د ايتاليا سيلاب ځپلي ښار ساونا ته څېرمه يوه تنگي ته نزدې د لارې يو ۳۰ متره اوږده برخه ونړيدله چې له کبله یې ځيني موټر د سړک پر پاته برخه د پاڼ پر غاړه بند پاتې شول.

ژغورني عملې او کشفي سپو د قربانيانو د موندلو عمليات پيل کړي دي، خو تر اوسه څوک نه دي موندل شوي.

د ايتالیې ساونا ښار ته ځيرمه سيلابونو يو پل نړولیانځور: AFP/Handout Vigili del Fuoco

د ايتاليا د شمال په پیدمونت سيمه کې يوه ۵۲  کلنه ښځه چې موټر یې د سيند له غاړې اوبو له ځانه سره وړی وو، د يکشنبې په ورځ مړه موندل شوې ده. د ايتاليا پوليسو وويل چې په موټر کې سپرو نورو دوو کسانو وکولای شول چې په سم وخت ځانونه وژغوري.

په الیساندريه ښار کې چې د تورن او میلان ترمنځ پروت دی، ۲۰۰ کسان خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي. همدا راز په اوستا دره کې هم کابو ۵۰۰ کسان د واوري ښويدو له ويري له خپلو کورونو ايستل شوي دي.

په وينس ښار کې هم يو ځل بيا سيلاب راغلی که څه هم چې د سیلاب کچه تر هغه ټيټه وه چې د مياشتې په سر کې يې اټکل شوی وو. د ايتاليا دغه ښار له بې ساري سيلابه سره مخ شوی وو.

د فرانسې جنوب هم سيلابه ځپلی دیانځور: Reuters/BRICE RODIERE

په فرانسه کې هم دوه کسان وژل شوي او دوه تر هغه وروسته لادرکه دي چې د سيلاب اوبو موټرونه له ځانه سره وړي او سړکونه په سيندونو بدل شوي دي.

bs/ms (ap, afp)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب