په ايران کي درې اړخيزه غونډه
۱۳۹۰ تیر ۴, شنبهد جمعې په ورځ د درو گاونډي هيوادونو مشرانو په داسي حال کي سره وليدل چي د شنبې په ورځ په تهران کي د تروریزم پر ضد دوه ورځنی نړیوال کانفرانس تر سره کېدونکی دی. پدغه هيواد کي د افغانستان، عراق، پاکستان، سوډان او تاجکستان ولسمشران او د ځینو هیوادونو لمړي وزیران هم ګډون لري. د ايران د رسنيو په وينا پدغه کنفرانس کي د 80 څخه زیاتو هیوادونو پوهان او څیړونکي ونډه لري.
د ایران د دولتي اژانس (ایرنا) ويلي چي زرداري، کرزي او احمدي نژاد د نړۍ وال کانفرانس څخه يوه ورځ تر مخه د ترهګرۍ خلاف پر جگړې، بنسټ پالني او د نشيي توکو د مخنیوی په سر خبری اترې وکړې.
د ایران د دولتي انټرنټ پاڼې په خپور شوي رپورټ کي راغلي چی درې واړو مشرانو د امنیت، بنسټپالی او د ترهګری خلاف خپلې انديښنی څرګندي کړې او د دغه مسئلو پر ضد یي د ګډي همکارۍ پر اهميت ټینګار کړی دی.
د تهران نړۍ وال کانفرانس په داسي وخت کي پیلیږي چي دوې ورځي وړاندي د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د 2012 م کال د جولای تر میاشتي د افغانستان څخه د 33000 سرتیرو د را ویستلو اعلان کړی.
په عینی وخت کی فرانسې هم د افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د شمیر د راکمولو خبره کړې ده. انګلستان او المان چي د امریکا د متحده ایالاتو څخه وروسته په ډیر شمیر سرتیري په افغانستان کی لري هم اعلان کړی چي د روان کال تر اخره به په افغانستان کي د خپلو سرتیرو شمیر را ټیټ کړي.
ایران همیشه په افغانستان کی د ناټو ځواکونو د حضور سوړ هرکلی کړی او ویلي یې دي چي د دې پر ځای چي ترهګري ډلې او طالبان وځپل شي، دغه ډلې نوري هم پیاوړي شوي دي.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د انټرنیټ پاڼي په وینا افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي: « د افغانستان خلک د بهرنیو ځواکونو د وتلو په حق کي دي، نو په دې خاطر ایران او پاکستان کولای شي چی د افغانستان په سوله او ثبات کی مهم رول ولوبوي.»
دغه انټرنیټ پاڼه زیاتوي چی د احمدي نژاد په دي خبره هو کړه کړي چی درې واړه هیوادونه باید د امنیت په مسایلو د یو بل سره کلکه همکاري وکړي. همداراز زرداري ویلي دي چي درې واړه هیوادونه باید ښې اړیکي او له یو بل سره ژوري همکارۍ ولري ځکه چي دغه درې واړه هیوادونه د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی