په ايران کي مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده
۱۳۹۳ مرداد ۱۹, یکشنبهد ايران د «ايرنا» خبري آژانس د راپور له مخي د يکشنبې ورځي (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۰مه) د سهار پر ۹بجو او ۴۵ دقيقو د ايران د هوايي شرکت يوه ۱۴۰ ډوله انتونوف الوتکه د مهرآباد هوايي ډگرته څرمه د «آزادي» په ښارگوټي کي رالوېدلې ده.
آژانس د ايران د سرې مياشتي رياست د وياند په حواله ليکي چي: «خو تر اوسه لا د الوتکي د ډول او رالوېدو د علت په اړه معلومات نسته او د پيښي سيمي ته کارپوهان لېږل سوي دي.»
الوتکه د ايران جوړ وو
دغه الوتکه چي له تهران څخه د طبس پر لور الوتې ول ۴۰ تنه مسافر پکښې ناست ول چي ۷ تنه يې کوچنيان ول. د ايرنا خبري آژانس ويلي دي چي الوتکه له الوتني سره سم راولوېده. د رالوېدلو علت يې د الوتکي په ماشين کي ستونزه ښوول سوی دی.
خو د ايران د محصلانو خبري آژانس بیا د دغه هیواد د هوانوردۍ ادارې په حواله ليکلي دي چي په پيښه کي د قربانيانو شمېر لا تر اوسه پور معلوم نه دی.
دغه الوتکه د اوکراين تکنالوژۍ په لايسنس په ايران کي جوړه سوې وه. دغه شان الوتکي په ايران کي دننه الوتني کوي او د ۵۲ تنو مسافرو ځای لري.