1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي کرونا ويروس؛ د په زرونو افغان مهاجرو اخراج

۱۳۹۸ اسفند ۱۴, چهارشنبه

په داسي حال کي چي په ايران کي کرونا ويروس مخ پر پراخيدو دی، دغه هيواد هره ورځ په سونو افغان مهاجر اخراجوي.د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت وايي چي په دې اړه يې له ايراني چارواکو سره خبري اتري پيل کړي.

Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور: Tanha

ايراني چارواکو اعلان کړی دی چي په تيرو ۲۴ ساعتو کي  ۸۳۵ کسان په کرونا ويروس اخته سوي دي او ۱۱ نوو اخته کسانو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ايران کي په کرونا باندي د اخته کسانو شمير څه د پاسه ۲۰۰۰ و ۳۳۶ تنو رسيدلی دی او ۴۳۵ تنه ناروغان بيا جوړ سوي  او د درملني له مرکزونو څخه رخصت سوي دي.

د افغان مهاجرو ايستل

په ايران کي د کرونا په نوم وژونکي ويروس له پراخوالي سره سم، په دغه هيواد کي د ياد ويروس د کنترول او مخنيوي په اړه پر انتقادونو سربيره، تهران هره ورځ په سونو افغان مهاجر د هرات، نيمروز او فراه د سرحدونو له لاري افغانستان ته  اخراجوي.

د افغانستان د مهاجرو او راستنيدونکو چارو وزارت دا خبره تائيدوي چي هره ورځ له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پوري افغان مهاجر له ايران څخه افغانستان ته ستنيږي.

ددغه وزارت وياند عبدالباسط انصاري دويچه ويلي ته وويل، چي ډيری دغه افغان مهاجر د کرونا له بيري په خپله خوښه افغانستان ته ستنيږي.

خو د روغتيا وزارت ټينگار کوي چي ايران هره ورځ په زرونو افغان مهاجر اخراجوي او دغه وزارت خپل صحي ټيمونه د افغانستان او ايران ترمنځ سرحد کي درې برابره زيات کړي دي.

د روغتيا وزارت وياند، وحيدالله مايار، په دې اړه دويچه ويلي ته ويلي دي چي «واقعاً د انديښنې وړ خبره ده چي په داسي يوه حالت کي ايران په زرونو کسان تر سرحد رااړوي.»

مايار ددغه مطلب په يادولو سره چي اخراج سوي مهاجرين د نيمروز، هرات او فراه ولايتونو ته راځي، زياتوي چي زياتره ايستل سوي کسان هغه کارگران دي چي ايران هغوی په خپلو کارځايونو کي راټولوي او افغانستان ته يې استوي.

هغه زياتوي چي «د روغتيا وزارت د امنيت شورا ته وړانديز کړي چي له ايران څخه وغواړي تر څو د مهاجرينو ايستل بند کړي. دا کار ډير خطرناک دي.»

د معتادينو اخراج

پر عادي کارگرو سربيره، دغه هيواد په سونو هغه افغانان چي هلته په نشوو اخته سوي دي هم د نيمروز ولايت ته اخراج کړي دي. د روغتيا وزارت وايي چي په اوس وخت کي دغه وزارت  ددغو کسانو له پاره د ساتلو يو مرکز چي د زرو کسانو له پاره ځای لري، جوړ کړی او د هغوی صحي درملنه يې پيل کړې ده.

په افغانستان کي د کرونا مشکوکي پيښي

د افغانستان د روغتيا وزارت د شميرو پر اساس تر اوسه پوري په افغانستان کي په کرونا ويروس باندي د اخته کيدو يوه مثبت او ۸۱ مشکوکي پيښې ثبت سوي دي، چي ۵۹ پيښي په هرات او ۱۵مشکوکي پيښي په کابل کي دي.

له دې کبله چي يوازي په هرات ولايت کي اضطراري حالت اعلان سوی، په افغانستان کي د کرونا ويروس د پراخوالي څخه د مخنيوي کميټې، ددغه هيواد د ملي امنيت شورا په مشرتوب، پريکړه کړې ده چي په هرات کي دي د نوي تعليمي کال پيل وځنډيږي.

کرونا ويروس د نړۍ په اتياوو هيوادونو کي پراخ سوی دی. تر چين وروسته، ايران، ايتاليا او جنوبي کوريا له هغو هيوادونو څخه دي چي ډير کسان پکښې په دغه ويروس اخته سوي دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي چي داسي ښکاري چي په ايران کي د کرونا ويروس د پراخيدو مخنيوی، ددغه هيواد د صحي چارواکو له کنتروله وتلی وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب