په ايران کې اعتراضونه او د ترمپ خبرداری
۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبهپه راغورځول شوې اکرايني مساپر وړونکې الوتکه کې ۱۷۶ تنه مړه شول. وروسته له هغې چې ايران د دغې الوتکې رانسکورول ومنل، د ايران په څو ښارونو کې اعتراضي او د غمرازۍ غونډې ترسره شوې. دغو غونډو بيا د تهران پوهنتون مخې ته د يکشنبې (د ۲۰۲۰م کال د جنوري ۱۲مه نيټه) ورځې تر سهاره ادامه درلوده.
د عامو خلکو ورته غونډې، د ايران په مختلفو نورو ښارونو، د هغو له ډلې په اصفهان، شيراز، همدان، رشت، بابل، ساري کرمان او اروميه کې هم شوي دي.
رپوټ زياتوي، د تهران پوهنتون مخې ته راټولو شوو اعتراض کونکو «د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان دې استعفا ورکړي» او «مرګ پر ديکتاتور» په څير شعارونه ورکول.
د نړيوالو فشارونو او د خپلواکو رسنيو له خوا تر پوښښ لاندې نيولو په نتيجه کې ايران وروسته له درو ورځو پرون شنبه ومنله چې د دغه هيواد هوايي دفاعي ځواکونه په عراق کې د امريکايي ځواکونو پر مرکزونو د توغندويزې حملې وروسته د بشپړ تيارسئ په حال کې ول او د اکراينۍ مساپر وړونکې الوتکه يې د ايران په فضا کې په «غيرعمدي توګه» هدف وګرځوله او رانسکوره يې کړه.
دغه پيښه د چهارشنبې ورځې په سهار رامنځ ته شوه، چې په کې په الوتکه کې سپاره ټول ۱۷۶ تنه مساپر چې لږ تر لږه ۱۳۹ تنه يې ايرانيان ښودل شوي دي، ووژل شول.
په دې اړه تر دغو اعتراضي حرکتونو وروسته، د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په يوه ټويټري پیغام کې چې په انګليسي او فارسي ژبه ليکل شوی، په ايران کې د «اعتراض کونکو د بيا عام وژنې» په اړه خبرداری ورکړی دی.
ترمپ په خپل لومړي ټيوټ کې چې په فارسي ژبه دی، د ايران «زړورو او رنځ ليدلو خلکو» ته په خطاب کې ليکلي: «زه د خپلې ولسمشرۍ دورې له پيله تاسو سره ولاړ يم از زما حکومت به هم له تاسو سره وي. موږ ستاسو اعتراضونه له نژدې تعقيبوو. ستاسو زړورتيا الهام بښونکې ده.»
د امريکا ولسمشر تر دې وروسته په بل ټويټ کې په فارسي او انګليسي وليکل: «د ايران حکومت بايد د بشر حقونو ډلو ته اجازه ورکړي چې په ايران کې د خلکو د اوسنیو اعتراضونو د بهير څارنه وکړي او رپوټ ورکړي. نبايد يو ځل بيا د سوليزو اعتراض کونکو وژل او د انترنيت د پرې کولو شاهد واوسو. نړۍ د دغو پیښو لیدونکې ده.»
په تهران کې د شنبې ورځې اعتراضونو په جريان کې په تهران کې د بريتانيا سفير د څو ساعتونو له پاره توقیف شو. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير دومنيک راب د دغه خبر په تائيد هغه يو «بې دليله او غير موجه» عمل وګاڼه او وې ويل چې دغه اقدام د «نړيوالو قوانينو خلاف يو مطلق نقض» حسابيږي.