1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایران

په ايران کې جعلي شرابو اووه تنه وژلي دي

۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبه

د رباط کریم امنیه قوماندان امید احمدي ویلي چې په تیرو څلورو ورځو کې د جعلي شرابو څخه د استفادې له کبله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور مسموم شوي دي.

Iran KW52 Alkohol Schmuggeln
انځور: IRNA/M. Bakhshandeh

احمدي ویلي دي چې تقلبي شراب کومه دقیقه سرچينه نه لري او دغو کسانو له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې ناوخته یا ډیر وروسته یي روغتون ته مراجعه کړې ده. دا چې په ایران کې له الکولي مشروباتو څخه استفاده منع ده نو مصرفوونکي د نیول کیدو او سزا له ویرې کوښښ کوي چې روغتون ته مراجعه ونه کړي.

د «هم میهن» په نوم ایراني ورځپاڼې په ایران کې ۳۰ سلنه د الکولي مشروباتو د مصرف زیاتیدو په پام کې نیولو سره لیکلي دي چې په دغه هیواد کې تر ۵ میلیونو ډیر وګړي له الکولي مشروباتو استفاده کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب