ايران ته د افغانستان د بهرنيو چارو د سرپرست وزير د سفر پر وخت دواړو خواو پر نورو سربیره په ايران کې د افغانستان د اتباعو د قانوني اوسيدو او د هغوی د بشري حقونو پر خونديتوب توافق کړی دی.
انځور: Tanha
اعلان
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه (د جون ۲۲ نیټه) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې ايران ته د بهرنيو چارو د سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ايران کې د ميشتو افغانانو د مصئونيت، ښه ژوند او بشري حقونو د رعايتولو په اړه توافق شوی دی. پر دې سربیره په ايران کې د افغانانو په تړاو د دوو وروستيو پېښو په اړه هم د څېړنو پر دوام ټينگار شوی.
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس محمد حنيف اتمر ايران ته د خپل سفر پر وخت د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف او د دغه هېواد د ملي امنيت د عالي شورا له منشي علي شمخاني سره هم ليدلي دي.
په ایران کې د افغانستان د اتباعو مصونيت او د افغانانو په تړاو د وروستيو پېښو جدي تعقيب د نوموړي د سفر مهم هدفونه بلل شوي دي.
په فرانسه کې ميشت افغان اعتراض کونکي د پاريس ښار په مشهور چوک (ريپبليک) کې راټول شوي ول. دوی ځانونو سره داسې پلاکاټونه هم ليږدول چې د ايران ضد شعارونه پرې ليکل شوي وو.
انځور: Amrullah Safi
افغانان او ايرانيان اوږه په اوږه
په دغه لاريون کې د افغانانو تر څنګ په فرانسه کې میشتو يو شمير ايرانيانو هم ګډون کړی وو.
انځور: Amrullah Safi
يو غږ يو مقصد
ايرانيانو هم افغانانو سره خپله خواخوږي ښودله او د ايران پر حکومت يې غږ وکړ چې د افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي.
انځور: Amrullah Safi
د ظلم پر وړاندې غږ اوچتول
په پاريس ښار کې افغان لاريون کونکو په خپله اعلاميه کې وويل که هر کله پر افغانانو ظلم کيږي دوی به يې پر ضد خپل اواز اوچتوي.
انځور: Amrullah Safi
د لاريونونو پايلو ته تمې
صافی وايي، دوی ډاډمن دي چې دغه ډول سوليز لاريونونه به افغانانو، په ځانګړې توګه افغان مهاجرو له پاره ګټور واقع کيږي.
انځور: Amrullah Safi
پر لاريونو ټينګار
د پاریس ښار د جون ۱۳مې لاريون ګډونوالو ويل که د افغانانو پر وړاندې هر هيواد غیرقانوني زورزياتی کوي، که هغه ایران وي، پاکستان يا بل، نو افغانان به يې پر ضد خپل آواز اوچتوي.
انځور: Amrullah Safi
د سفارت مخې ته لاریون
امرالله صافی وايي چې د فرانسې پولیسو ورسره ژمنه کړې چې د غوښتنې په صورت کې به د ایران سفارت مخې ته هم د مظاهرې اجازه ورکړي.
انځور: Amrullah Safi
د ایران ځواب ته انتظار
په فرانسه کې افغان مهاجر وايي اوس دوی د ایران غبرګون ته منتظر دي که چيرته مثبت ځواب ترلاسه نه شو بیا به لاریون کوي.
انځور: Amrullah Safi
کرونايي لارښوونې
د لاريون د سمبالونکي په وينا، که څه هم اوس په فرانسه کې د ماسک تړل اجباري نه دي خو ډير شمير ګډونوالو احتياطاً ماسکونه تړلي ول.
انځور: Amrullah Safi
د ایران ځواب ته انتظار
په فرانسه کې افغان مهاجر وايي اوس دوی د ایران غبرګون ته منتظر دي که چيرته مثبت ځواب ترلاسه نه شو بیا به لاریون کوي. چمتو کونکی: محمد کريم صالح/ ن.ص
انځور: Amrullah Safi
د فرانسويانو ګډون
په همدې ورځ د پاریس په ريپبليک چوک کې له افغانانو علاوه شاوخوا ۲۰ زره فرانسویان هم په نړۍ کې له مهاجرو سره د تاوتريخوالو پر ضد راټول شوي وو.
انځور: Amrullah Safi
انځورونه1 | 16
د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په دې وروستۍ کتنه کې ايران او افغانستان دواړو د يزد د پېښې د قربانيانو د جسدونو او ټپيانو په باعزته توگه افغانستان ته پر انتقال توافق کړی دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحد د امنيت د پياوړي کولو، د انسانانو په قاچاق کې د لاس درلودونکو پر ضد پر گډه مبارزه او د غير قانوني تگ راتگ د مخنيوي په موخه توافق رامنځته شوی دی.
هره ورځ يو شمیر افغان کارکوونکي د کار او ښه ژوند په لټه ايران ته د تللو هڅه کوي. په همدې ارتباط د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د افغانستان پلاوي او ایران توافق کړی چې په ایران کې د افغان کارگرانو د استخدام په اړه به مذاکراتو ته دوام ورکړي.
ايران له څوو لسیزو راهيسې د زرونو افغان کډوالو کوربه دی. دواړو خواو پر دې هم توافق کړی چې په ايران کې د افغانستان د وگړو د اوسيدو د قانوني کولو پر کار چې په هغه کې د اقامې د کارت تمديد، د هويت ثبتول، د تذکرې توزیع او د پاسپورتونو ورکړه شامله ده، لاس پورې شي.