په ايرن کي تر ټولو بده وچکالي
۱۴۰۴ آبان ۲۶, دوشنبه
د ايرنا خبري آژانس د راپور له مخي دغه شان يو پرواز د شنبې په ورځ پر اوروميا جهيل باندي تر سره سو، او د شنبې او يکشنبې په ورځو د باران اورېدلو خبرونه خپاره سول، خو دا لا روښانه نه ده چي دغه بارانونه له نوموړي عمل يعنی پر وريځو باندي مالګه شيندلو په سبب سوي که نه.
د وريځو ويليولو له پاره له عادي مالګي يا مختلفو مالګو څخه جوړ يوه مخلوط څخه کار اخيستل کیږي او له الوتکي څخه پر وريځو باندي شيندل کيږي. د مالګي دغه کرستالونه په وريځو کې غلظت رامنځته کوي او په دې توګه سره باران کيږي.
دغه تيکنالوژي دمخه لا د امريکا متحده ايالاتو، هند او چين په ګډون په لسونو هيوادونو کارولې ده. ايران تېر کال اعلان وکړ چي د »وريځو واکسين« خپله طريقه يې پراخه کړې ده.
د ايرنا خبري آژانس د راپور له مخي پر وريځو باندي د مالګي شيندلو پروازونه د شنبې په ورځ پر اورميه جهيل باندي پيل سول او پر ختيځ او لوېديځ اذربايجان ولايتونو باندي به هم دغه شان الوتني وسي. اورميه جهيل د ايران تر ټولو لوی جهيل دی، خو د رواني وچکالۍ له امله هغه تر ډېره وچ سوی او په يوه مالګينه دښته بدل سوی دی.
په ايران کي دوه کاله دمخه لا د دې ويره وه چي پر دغه هيواد به سخته وچکالي راسي.
تر مالګي شندلو وروسته باران؟
ځايي رسنيو د يکشنبې په ورځ داسي ويډيوګاني خپرې کړې چي باران پکښې ښودل کیږي چي دا کيدای سي بېله دغه اقدامه يعني پر وريځو باندي له مالګه شيندلو پرته اورېدلی وي.
ايرنا خبري آژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چي د دغه هيواد په لوېديځ او شمال لوېديځ کي باران اورېدلی دی. ويل سوي دي چي په ځينو ځايونو کي سخت باران حتی د سيلابونو لامل سوی دی. دولتي رسنيو دغه راز په توچال سيمه کي د واوري اورېدلو انځورونه خپاره کړل چي دغه سيمه پلازمېني تهران ته نيږدې په البرز غرونو کي موقعيت لري.
د ايرنا د راپور له مخي دغه هيواد اوس په تيرو ۵۰ کلونو کي له ترټولو سخت وچ مني سره مخامخ دی. د دغه هيواد د هوا پيژندني ادارې د معلوماتو له مخي چي سږکال د باران اندازه د اوږدمهاله اوسط څخه ۸۹ سلنه کمه ده. د ايران نیمايي ولايتونو په مياشتو يو څاڅکی باران هم نه دی ليدلی. ټول هيواد د اوبو له کمښت سره مخامخ دی.
تيره اونۍ د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان، اعلان وکړ چي که د کال تر پايه پوري باران و نه سي، تهران بايد له خلکو څخه خالي سي. د ځايي چارواکو په حواله، په تيرو سلو کلونو کي په پلازمېنه کي هيڅکله دومره لږ باران نه دی ليدل سوی لکه په تيرو څو مياشتو کي.