1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په ايټاليا کې د کرونا ناروغۍ دوه کسان مړه کړي دي

۱۳۹۸ اسفند ۳, شنبه

د ايټاليا په شمال کې يو ۷۸ کلن سړی د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی. دا په اروپا کې د يادې ناروغۍ له امله د مړينې لومړنۍ پيښه ده. د ايټاليا په لومباردي سيمه کې پر کرونا ويروس د لږ تر لږه پنځلسو کسانو د ابتلا تشخيص شوی دی.

Italien Codogno Coronavirus
د ايتاليا په کودوګنو سيمه کې د پوليسو يو موټر وروسته له هغې ليدل کيږي چې حکومت خلکو ته وويل په خپلو کورونو کې پاتې شئ انځور: Reuters/Local Team

د شنبې ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۲۲مه) تر سهاره د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، دا د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو په اتباعو کې د نوي کرونا يا کوويد-۱۹ ويروس له امله د مړينې لومړنۍ پيښه ده. ياد ۷۸ کلن سړی د ايټاليا په شمال، د پادوا ښار په يوه روغتون کې مړ شوی دی. د کرونا ناروغۍ دغه قرباني شاوخوا لس ورځې مخکې په ونتين نومې سيمه کې د ېوې بلې ناروغۍ له امله هم بستر شوی وو.

خو تازه رپوټونه وايي چې په ايټاليا کې د کرونا ناروغۍ له امله دوهم کس هم خپل ژوند له لاسه وکړی دی.

ياده سيمه د ايټاليا لومباردي ايالت په ګاونډ کې ده چې په کې پر کرونا ويروس لږ تر لږه د پنځلسو کسانو د ابتلا  تشخیص شوی دی. د ايټاليا حکومت د دغې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي له پاره پر يو لړ اقداماتو لاس پورې کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د ايټاليا په شمالي سيمو کې ټول ښوونځي، دفترونه او عامه ځايونه رخصت شوي دي. دغه رخصتيانې په لسو ښارونو کې اعلان شوي دي.

د ايټاليا د عامې روغتيا وزير روبرتو سپرانتسا، د لومباردو ايالت په مرکز ميلان ښار کې تر يوې بيړنۍ غونډې وروسته اعلان وکړ چې د دغه هيواد په شمالي سيمو کې به د خوراکي موادو ټولې مغازې، شراب خانې، رسټورانټونه او ورزشي مرکزونه لږ تر لږه يوه اونۍ رخصت وي.

لومباردي د ايټاليا يو تر ټولو ډير نفوس لرونکې سيمه ده چې له ۱۰ ميلیونو څخه ډير کسان په کې ژوند کوي. د ايټاليا لومړي وزير جوزپه کونته، بيا ډاډ ورکړی او ويلي يي دي چې «هر څه تر کنترول لاندې دي.»

کونته ويلي دي چې هيواد يې د کرونا ويروس د خپريدو پر وړاندې هر ډول مقابلې ته ځان چمتو کړی او په دې برخه کې ټول مخکيني او احتياطي تدابير د تيارسۍ په حال کې دي. هغه زياته کړې ده چې په همدې دليل د انديښنې له پاره هيڅ ځای شتون نه لري.

د ځينو لومړنيو رپوټونو په حواله، په ايټاليا کې د لومړي ځل له پاره د کرونا ويروس تشخیص د لومباردي سيمې د لودي ښار د يو ۳۸ کلن نارينه په ځان کې تشخیص شو. ويل شوي چې دغه کس له خپل يوه ملګري سره چې تازه له چين څخه راغلی وو، ليدلي وو.

د چين ووهان ښار د نوي کرونا ويروس د خپريدو مرکز ګڼل ګڼل کيږي. په چين کې د دسمبر مياشتې څخه د فبرورۍ تر ۲۲مې پورې، د کرونا ناروغۍ له امله څه باندې ۲ زره او ۳۰۰ کسان مړه شوي دي. په دغه هيواد کې پر کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمير اوس نژدې ۷۶ زرو ته رسيدلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب