په ایران کي د ریگو طوفان په سونو کسان ټپیان کړي دي
۱۴۰۳ تیر ۱۲, سهشنبه
د ایران جنوب ختیځ سیمي له کلونو راهیسي وچکالۍ ځپلي دي. اوس د یوه ریگي طوفان په نتیجه کي په سونو کسان روغتونونو ته انتقال سوي دي.
اعلان
د ایران په جنوب ختیځ کي د«دوړو او خاورو»ډک سخت طوفان وروسته، څه د پاسه ۶۰۰ کسان روغتونونو ته انتقال سوي دي. د ایراندولتي راډیو رپوټ ورکړی دی چي له دې ډلي ۲۰ کسان یې په سیستان بلوچستان ایالت کي د تنفسي ستونزو له امله بستري سوي دي او په سونو نور بیا له روغتونو څخه دباندي په آمبولانس ډول تر درملني لاندي راغلي دي.
ایران د هغو هیوادونو له جملې څخه دی چي د اقلیمي بدلون عواقبو څخه سخت اغېزمن کړی دی. دغه هیواد په تیرو لسو کلونو کي بیلابیلي وچکالۍ تجربه کړي دي او تل له سختو سیلابونو سره مخامخ سوی دی.
د ایرانډېره برخه له صحراوو څخه جوړه سوې ده. کارپوهان له کلونو راهیسي په دغه سیمه کي چي په شدت سره د اقلیمي بدلون له عواقبو څخه اغیزمنه ده، له مخ پر زیاتیدونکي وچکالیو څخه خبرداری ورکوي.
اقليمي بدلون؛ پاکستان کې تودوخه له ۵۰ درجو اوښتې
د پاکستان په يو شمير سيمو کې د حرارت درجه له ۵۰ سانتي ګراد اوښتې او مېندوارو ښځو، ماشومانو او د پاخه عمر کسانو ته د احتیاط سپارښتنه شوې. کارپوهان د تودوخې لوړې درجې، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو یو لامل اقلیمي بدلون ښيي.