1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ماشومانو د زده کړې په اړه ضد او نقیض ادعاوي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي چې په دغه هېواد کې ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو ځیني افغان مهاجرین وایي هغه کسان چې د اوسیدو قانونې جواز نه لري، ماشومان یې ښوونځیو ته د تللو اجازه نه لري.

Afghanistan Alltag in Islam Qala an der Grenze zu Iran
انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي چې په دغه هېواد کې ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو ځیني افغان مهاجرین وایي هغه کسان چې د اوسیدو قانونې جواز نه لري، ماشومان یې ښوونځیو ته د تللو اجازه نه لري.

د آیرنا دولتي خبري اژانس وايي چې د افغانستان لپاره د ایران  خاص استازي حسن کاظمی قمي د یکشنبې په ورځ په یوه ناسته کې د افغانستان د وروستیو سياسي تحولاتو او په دغه هېواد کې د «افغان مهاجرينو د لوړ شمير» په اړه څرګندونوې وکړې.

هغه وویل چې په روان کال کې ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي تائید کړه: «تر هغې چې په افغانستان کې حالات په ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې  باثباته سوي نه وي، موږ به په ایران کې د افغانستان د خلکو حضور ولرو.»

نوموړي زياته کړه: «د پاکستان په ګډون هیڅ هیواد هم د ایران په څیر افغان وګړو ته دومره پاملرنه نه ده کړې او نه هم افغان اتباعو ته د وړیا زده کړو د برابرولو په برخه کې دومره لګښت ورکوي.»

له ایران څخه په یوه میاشت کي ۶۴ زره افغان کډوالو ایستل شوې

خو یو شمیر افغان مهاجر چې په دې وروستیو کې ایران ته تللي، وایی: «حتی هغه کسان چې یو کلن او شپږ میاشتني قانوني اسناد هم لري، د هغوی ماشومان هم ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.»

په ایران کې د بانک کارتونو او د کار اجازي نشتوالې یو له هغو نورو ننګونو څخه دی چې افغان کډوال ورسره لاس او ګریوان دي.

یو افغان مهاجر چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو له ویرې ایران ته پناه وړي ده، وایي: «زموږ اولادونه ښوونځیو او مدرسو ته نسی شامل کیدلای، ما د ځینو اړونده ادارو سره په دې اړه خبرې هم وکړې، هغوی وویل هغه خلک چې له تیر یوه کال راهیسې راغلي موږ د هغوی لپاره دا ډول پلان نلرو. زموږ اولادونه بې سرنوشته دي. »

عبدالله یو بل افغان مهاجر په ایران کې د هغو کسانو د ډیپورټ په اړه خبرې کوي چې حتی د استوګنې شپږ میاشتنې اجازه لیک هم لري. دی وایي: «هغه څوک چې شپږ میاشتنی کاغذ لري د کار کولو یا د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د سفر کولو اجازه نه لري، کله چې دوی نورو ښارونو ته د کار لپاره ځي او نو بندی کوي یې او د پولې څخه یې اړوي. »

انځور: Senior Airman Caleb S. Kimmell/AP/picture alliance

حسن کاظمی قمي، په خپلو خبرو کې امریکا له ایران سره د طالبانو په ښکيلولو تورنه کړه او زیاته یې کړه: «د امریکا هڅه داده چې طالبان له ایران سره لاس او ګریوان کړي، د امریکا سیاست دادی چې د منطقې د ناامنه کولو لپاره اوس ایران  له افغانستان سره په ګڼو ستونزو کې مخامخ  کړي.»

دغه ایراني چارواکي په دی اړه وویل: «هغه [امریکا] اوس هڅه کوي چې د نیابتې جګړې په رامنځ ته کولو او د بېلا بېلو ډلو د ملاتړ له لارې په دغه هېواد [افغانستان] کې د چین، روسیې او ایران د نفوذ مخنیوی وکړي.»

د طالبانو تر واکمنېدو راهيسې ګڼ شمیر افغانانو دغه هیواد پریښې دی او ډېر یې ایران او پاکستان ته تللي دي.

خو هر ورځ په زرګونه  افغانان د ښځو او ماشومانو په ګډون د ایران د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه په زور ایستل کیږی.م.م. د افغان مهاجرو په برخه کې له ایران سره د مرستې غږ کړی

ډیری دغه ایستل سوي کسان د ایران د امنیتي ځواکونو له ناسمو کړنو او په خاصه توګه د ایراني ځواکونو له خوا له وهلو ډبولو څخه سرټکوي .

د راپورونو پراساس په تېره یوه میاشت کې  شاوخوا ۲۰ زره افغان وګړي له ایران څخه ایستل سوي دي.

 په افغانستان کې د واکمنو  طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې یواځی همدا د تیرې دوشنبې په ورځ له یو زر او شپږ سوه څخه زیات افغان مهاجر د نیمروز د ابریشم پل له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. 

انځور: Petros Giannakouris/dpa/AP/picture alliance

له هغه وروسته چې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د حجاب د نه مراعاتولو په تور د پولیسو له لوري ونیول او بيا وروسته د پوليسو په توقیف ځای کې مړه سوه، ایران دا مهال د لاریونونو د یوی څپې شاهد دی.

د بشری حقونو د نړیوالې اداري د یوه راپور له مخې دوه افغان ماشومان هم په وروستیو لاریونونو کې د ایران د امنیتی ځواکونو له لوري وژل سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل