1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کی د کرونا له امله د جمعې لمونځ لغوه سو

۱۳۹۸ اسفند ۹, جمعه

په ایران کي د کرونا ویروس د پراخیدو له کبله حکومت په جدي اقداماتو لاس پوري کړی او د ۳۱ ولایاتونو څخه یې په ۲۲ کي د جمعې د لمانځه ادأ کول لغوه کړل. د بلی خوا د مغولستان ولسمشر چین ته ترسفر وروسته قرانطین سوی.

Iran Demonstration für die Regierung in Ghom
انځور: Getty Images/AFP/M.A. Marizad

د جمعې پر لمانځه پر بندیز سربیره د روغتیا وزارت خلگو ته په عامه مراسمو لکه ودونو او فاتحو کي د گډون مشوره نه ورکوي. مکتبونه او پوهنتونونه په مؤقتي ډول تړل سوي او د نوروز د مراسمو ترپایه یعني د اپریل تر اوایلو مخکي به بیرته پرانستل نه سي.

همدارنگه سینماگاني ، تیاترونه او د کنسرت سالونونه هم تړل سوي دي. سپورټي مسابې په خاص ډول د لومړي او دوهم لیگ مسابقی به یا هیڅ ترسره نه سي او یا هم بې له تماشاچیانو ترسره کیږي.

د کرونا د نوي ویروس د بیري څخه  زیاتره ایرانیان په کورونو کي پاته دي او عامه ځایونو ته د تگ څخه ډډه کوي.

تر ټولو ډیر د رستورانتونو او مغازو وضیعت خراب دی، دا ځکه چی تر نوروز دمخه به هغوی ډیره گټه ترلاسه کوله. همدارنگه اکثرو هوايي خارجي شرکتونو ایران ته خپل پروازونه لغوه کړي دي.

د ایران د روغتیا وزارت په حواله په ایران کي د کرونا د نوي ویروس له امله د مړه سوو کسانو تعداد تر پنجشنبه پوري د ۱۹ کسانو څخه ۲۶ تنو ته لوړ سوی. په مجموعي ډول ددغه هیواد په مختلفو سیمو کي ۲۴۵ تنه په دغه ویروس اخته سوي دي. په اخته سوو کسانو کي ځینی سیاستوال لکه د جمهورریس مرستیاله معصومه ابتکار ، د روغتیا د وزیر مرستیال ایرج هریرچي او همدارنگه د پارلمان وکیل مجتبی سولنوري هم شامل دي.

د مغولستان ولسمشر چین ته ترسفر وروسته قرانطین سویانځور: picture-alliance/Xinhua/L. Bin

د بلی خوا د مغولستان جموررییس باتولگا خالتما او نور حکومتي مشران ، چین ته تر سفر وروسته د ۱۴ ورځو له پاره قرانطین سوي دي. د دغه هیواد دولتي خبری آژانس مونت سامه ویلی چی دا فقط احتیاطي تدابیر دي.

باتولگا د پنجشنبه په ورځ د چین د جمهورریس، شي جين پینگ  او صدراعظم لي کیگیانگ سره لیدلي وه. دا لومړنی دولتي مشر دی چی چین ته پس له هغه سفر کوي چی هلته  په جنورۍ کي د کرونا د ساري ناروغۍ د مخنیوي له پاره لومړني خاص تدابیر ترلاس لاندي ونیول سول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب