1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادایران

په ایران کې د خوړو بحران؛ د قحطۍ او "لوږې د پاڅون" خطر

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ آذر ۲۴, دوشنبه

د بیو بې ساري لوړوالی، د رانیولو لږ وس او د وارداتو له پاره د بهرنیو اسعارو کمښت، ایران د خوراکي موادو له بحران سره مخامخ کړی دی. کارپوهان د "قحطۍ او لوږو کسانو د اعتراض د خطر" په اړه خبرداری ورکوي.

د ایران په یوه بازار کې د خلکو گڼه گوڼه
کارپوهان د "قحطۍ او لوږو کسانو د اعتراض د خطر" په اړه خبرداری ورکوي.انځور: Rouzbeh Fouladi/ZUMAPRESS/picture alliance

د کهگیلویه او بویراحمد په ولایتونو کې د یوه پوځي مامور خپرې سوې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرگونونه له ځانه سره درلودل. دغه مامور خپل د ژوندانه ناوړه شرایطو ته په اشارې سره په دې اړه خبره کړې چې پر هغه باندې اقتصادي فشار تر دې حده دی چې حتی خپل د پښتورگي پر خوڅولو یې فکر کړی دی.

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د ډسمبر ۱۵) د  "رویداد۲۴" د رپوټ له مخې، دغه مامور په اول سر کې د لږ عاید او اقتصادي فشارونو په وړاندې خپل اعتراض ښوولی و، وروسته یې په یوه بل غبرگون کې خپله خبره اصلاح کړه او وې ویل چې هدف یې فقط د وجود په دننه کې "د زړه درد" و. خو دغه ډول غبرګونونه، د اقتصادي وضعیت خرابیدل او د ټولنې په مختلفو برخو، په ځانګړې توګه د ډیرو زیان منونکو ټولنیزو ډلو په معیشت باندې د ملا ماتوونکي فشار څرگندویه دي.

اړونده موضوع: ایران غواړي له ګاونډيو هېوادونو اوبه رانيسي

ډیر لوړ انفلاسیون او د ژوند فشار

دغه مثال په ایران کې د ژور اقتصادي بحران یوازې یوه نښه ده، چې په رسمي رپوټونو او ځانگړو تحلیلونو کې هم روښانه سوې ده. د سازندگي د ګوند عمومي منشي حسین مرعشي د دسمبر پر ۱۱مه د ګوند په ورځپاڼه کې په یوه سرمقاله کې وویل چې په تیرو دوو لسیزو کې، د ایران اقتصادي وده شاوخوا یو سلنې ته رسیدلې، او انفلاسیون سږ کال له اوسط ډول له ۲۱-۲۲ سلنې څخه ۵۳ سلنې ته لوړ دی؛ هغه کچه چې نه یوازې د خلکو د پیرودلو ځواک یې په جدي توگه کم کړی دی، بلکې د اساسي توکو د واردولو له پاره یې د بهرنیو اسعارو عرضه هم بحراني کړې ده.

مرعشي د دې خبرې په بیانولو چې د ایران اقتصاد په تیرو ۲۰ کلونو کې "د اټومي موضوع یرغمل" دی، او د "خوراکي توکو د جدي نیولو" پر اړتیا باندې ټینګار سره، هغه وویل چې حکومت مجبور سوی چې د "قحطۍ د مخنیوي له پاره" په هر ډالر کې د ۱۲۵ زره تومان په ارزښت اساسي توکي وارد کړي ترڅو "لږترلږه ځینې توکي په بازار کې موجود وي، که څه هم هغه په لوړه بیه" وي.

رسمي معلومات او د رسنیو رپوټونه هم په وروستیو میاشتو کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی ښیي. د مثال په ډول، د سږ کال په سپتمبر کې د خوراکي توکو د انفلاسیون تر شاوخوا ۵۸ سلنه راپور سوی، چې د تیر کال د ورته وخت په پرتله دوه چنده زیات دی. د بیو دغه لوړوالی د کم عاید لرونکو کورنیو د معیشت فشار بحراني کچې ته رسولی دی.

د خوړو بحران؛ د بیو له لوړوالي څخه د مصرف تر کمیدو پورې

د بیو بې ساري لوړوالی حتی پر اقتصادي موضوع سربیره، په غذايی کړکیچ باندې اوښتی دی. غیر رسمي ارقام او ساحوي رپوټونه ښيی چې ډېري کورنۍ نور د پروتیني خوړو د اخیستلو توان نه لري او د لبنیاتو، غوښو او حتی غله جاتو مصرف د ټولنې په سطحه راکم سوی دی.

په عین وخت کې، د گمرکونو معلومات د څارویو د خوړو په وارداتو کې د پام وړ کمښت ښیي، هغه موضوع چې د خوړو خوندیتوب ته خطر پېښوي، په ځانګړې توګه د کرهنې سکتور او د غوښو او لبنیاتو په تولید کې.

په وارداتو کې دا ډول کمښت او د تولید د لګښتونو زیاتوالي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې د هیواد اقتصاد د بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخامخ دی، نه یوازې د خوړو وروستۍ بیه لوړه کړې، بلکې د پروټین لرونکو خوړو ته د لاسرسي کمښت یې هم چټک کړی دی.

سربیره پردې، ساحوي ارزونې ښيي چې د هیواد په ځینو برخو کې، د لبنیاتو مصرف چې د کوچنیانو په تغذیې کې مهم نقش لوبوي، ډیر راکم کړای سوی، یعني دا چې ډیر لږ سلنه کورنۍ په ورځني ډول لبنیات مصرفوي او ډیر شمیر کورنۍ اصلاً د پروټینو مصرف نه لري.

د قحطۍ د خطر او بحران ستر عوامل

په ایران کې د خوراکي توکو بحران څو جوړښتي عوامل لاپسې زیاتوي. لومړی د ملي اسعارو سقوط او د وارداتو له پاره د بهرنیو اسعارو د خوندي کولو له پاره د حکومت ناتواني ده. د ایراني ریال ارزښت په تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی او ډالر له ۱۳۰زره تومان څخه پورته سوی، چې په ټولو سکټورونو کې یې د انفلاسیون فشار زیات کړی، په ځانګړي توګه په وارداتي توکو لکه خوراکي توکو کې. د زیرمو کمښت او د بهرنیو اسعارو محدودیتونو، د ايران حکومت د اساسي توکو د واردولو له پاره ضروري بهرنيو اسعارو د خوندي کولو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخ کړی دی.

وچکالي اود اوبو بحران په ایران کې د خوړو د بحران د زیاتوالي یو بل عامل دی. د ایران کرهڼه چې د هیواد د اوبو د منابعو څه د پاسه ۸۰ تر ۹۰ سلنه مصرفوي، اوس د بې ساري وچکالي او ناسم مدیریت له امله له سقوط سره مخامخ ده.

د بارانونو سخت کمښت او د اوبو په کچه کې چټک کمښت د کرهڼې پر سکتور باندې اضافي فشار راوړیاو د کورنیو د خوراکي توکو تولید یې کم کړی دی؛ داسې یوه ننګونه چې که دوام پیدا کړي، نو د داخلي خوراکي موادوو زیرمې به لاپسې کمزورې کړي.

په ایران کې د خوراکي موادو د بحران د زیاتولو دریم عامل د حکومت د بهرنیو اسعارو او وارداتو په پالیسیو کې موندل کیدای سي. د بهرنیو اسعارو د محدودیتونو په غبرگون، حکومت په دې وروستیو کې صادرونکو ته اجازه ورکړه چې د خپلو صادراتو څخه ترلاسه سوي بهرني اسعار د اساسي توکو د واردولو له پاره وکاروي. له داسې یوه فرمان سره، حکومت په عملي توگه ومنله چې د خوړو رسولو له پاره رسمي بهرني اسعار په واک کې نه لري، او فشار په مستقیم ډول بازار او پیرودونکو ته انتقال سوی دی.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

32:03

This browser does not support the video element.

ټولنیز او امنیتي عواقب

په ایران کې د خوړو بحران یوازې یوه اقتصادي مسله نه ده او په چټکۍ سره په یوه ټولنیز بحران بدلیدلای سي. د معیشت فشار، لوړ انفلاسیون، او د پیرودلو کم سوی ځواک نه یوازې د ملیونونو کورنیو د خوړو خوندیتوب ته خطر پیښوي، بلکې ټولنیزې-سیاسي عواقب هم لري. رپوټونه ښیي چې د ټولنې په مختلفو سکتورونو کې، له کارگرانو او کارمندانو څخه نیولې تر اردو او قانون پلي کوونکو ځواکونو پورې لاریونونه او نارضایتي مخ پر زیاتیدو دي، او اقتصادي فشار کولای سي ټولنیز ویش لاپسې ژور کړي.

په داسې شرایطو کې د سازندگۍ د گوند عمومي منشي خبرداری ورکوي: "هغه څه چې نتانیاهو د جګړې او سیاسي فشار له لارې د حکومت پر وړاندې نسي کولای، د "خوراکي توکو بحران" یې کولای سي. د خوړو رسولو بحران چې اوس د هیواد په لاس کې دی، د دې وړتیا لري چې وږي خلک سړکونو ته راوباسي."

که څه هم په ایران کې د "قحطۍ خطر"، لکه څنگه چې مرعشي وویل، په رسمي رسنیو کې په ندرت سره مطرح کیږي، خو خپلواکې شمیرې ښیي چې هیواد په داسې حالت کې دی چې د خوراکي بحران شاخصونه، لکه د انفلاسیون لوړه کچه، د اسعارو سقوط، وچکالي، او د مصرف کموالی، په عین وخت کې فعال سوي او کولای سي د خوړو رسولو وضعیت خطرناکې مرحلې ته نیژدې کړي.

یوازې موجوده اقتصادي پالیسۍ د دې توان نه لري چې د داسې څو اړخیزه بحران سره مقابله وکړي، او ټولنیز جوړښت هم د روغتیا او خوراکي خوندیتوب په شاخصونو کې د ورځني کمښت سره مخامخ دی.

د کارپوهانو او شنونکو په وینا، له دې پیچلتیا سره معامله کول بیړنيو، شفافو او د شواهدو پر بنسټ پریکړو ته اړتیا لري، نه دا چې پر هغو واقعیتونو سترګې پټې کړای سي چې هره ورځ د لسگونو ميلیونو ایرانیانو له پاره ډیر محسوس کیږي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب