1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

په ایران کې پنځه تنه د ډله ایز جنسي تیري په تور اعدام شول

۱۴۰۲ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د ایران د میزان خبري اژانس د راپور له مخه، د دغه هیواد په مارند ښار کې د ډله یيز جنسي تیري په تور پنځه تنه اعدام شول.

ایران کې د اعدامونو شمیر ډیر شوی
ایران کې د اعدامونو شمیر ډیر شویانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د ایران د قضایه قوې د معلوماتو له مخې پنځه تنه چې د ډله یيز جنسي تیري په تور په اعدام محکوم شوي وو. د ایران قضايي ادارې د چهارشنبې په ورځ د «میزان انلاین» په نوم په خپله وېبپاڼه کې اعلان کړی وو چې دغو کسانو د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې د مارند په ښار کې یوه ښځه تښتولې او جنسي تېری یې ورباندي کړی وو.

«ايران په ۴۸ ساعتو کې ۱۱ بلوڅان اعدام کړي دي»

لکه څنګه چې میزان خبري اژانس لیکلي، ټولو پنځو تورنو کسانو "د پوښتنو گروېږنو پر مهال په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی."
یاد خبري آژانس د عمومي څارونوال له قوله ویلي چې دغه تورن کسان د جنسي تیري په تور په اعدام محکوم شوي دي.

د ایران په زاهدان کې څلور پولیس په ډزو وژل شوي

د دغو کسانو اعدام د اگست په ۹ نېټه چهارشنبه ترسره شو. د هغوی نومونه نه دي په ډاګه شوي.
تر دې دمخه هم د جولای په میاشت کې درې تنه اعدام شوې ول. دغه تورن کسانو د ایران په جنوب کې یو شمیر ښځې د پلاستیکي جراحی جعلي کلینیک ته استخدام کړې وې، وروسته یې بیا بیهوشه او جنسي تیری ورباندي کړی وو. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل