1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایټالیا

په ایټالیا کي د ۸۰۰ میلیونو يورو په ارزښت کوکاین ضبط سوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د ایټالیا پولیسو په کالابریا کي چي د اروپا د یوې تر ټولو قوي جنايي ډلې د عملیاتو اډه ده، د ۸۰۰ میلیونو يورو په ارزښت کوکاین کشف او ضبط کړي دي.

Italien | Polizei findet 2,7 Tonnen Kokain zwischen Bananen
انځور: Guardia di Finanza/dpa/picture alliance

دغه ۲،۷ ټنه کوکاین چي د کېلو په کارتنونو کي د جیویا تاورو بندر ته قاچاق سوي وه، د ایټالیا د پولیسو له خوا کشف او ضبط سول.

دایټالیا د مالي څارني پولیسو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د »د ډیرو خالصو کوکاینو « بار یې چي له اکوادور څخه په یخچال لرونکو کانتینرونو کي نوموړي هیواد ته قاچاق سوي ول، کشف او ضبط کړي دي. د ایټالیا پولیسو د دغو کوکاینو ارزښت ۸۰۰ میلیونه یورو چي ۸۸۰ میلیونه امریکايي ډالره کیږي، محاسبه کړی دی.

په پام کي وه چي دغه کانتینرونه د گرجستان د باتوم له ښار څخه ارمنستان ته انتقال سي.

پولیسو ویلي دي چي دغه مخدره مواد د ځانگړو سکنرونو او د ژویل په نامه یوه تعقیب کوونکي سپي په مرسته کشف سوي دي. دا د مخدره موادو د کشف وروستۍ پیښه ده چي د میوو په کانتینرونو کي له اکوادور څخه اروپا ته قاچاق کیږي.

دغه سپي د کوکایینو په کشف کی مهم نقش لوبولی دیانځور: Guardia di Finanza/dpa/picture alliance

د ایټالیا پولیسو ویلي دي چي پرته له دغي پیښی یې، په دا وروستیو ورځو کي ۶۰۰ کیلوگرامه کوکاین ضبط کړي دي.

جیویا تاورو د ایټالیا د کالابریا سیمي په جنوب کي پروت دی چي د اروپا د یوې تر ټولو قوي او ستري جرمي ډلې، اندرانگتا د فعالیتونو اډه بلل کیږي.

پر نوموړي جنايي ډلي تور لگول کیږي چي په وروستیو لسیزو کي یې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت مخدره مواد له جنوبي امریکا څخه اروپا ته انتقال کړي دي. دا معلومه نه ده چي دغي مافیايي ډلې د دغو کوکاینو په قاچاق کي لاس درلود او که نه.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب