1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایکس شبکه کې د تروریستي محتوا له امله د اروپا خبرداری

۱۴۰۲ مهر ۲۰, پنجشنبه

په ایکس کې پر اسرائیلو باندې د حماس د برید په تړاو تروریستي مواد خپاره شوي دي. اروپايي اتحادیې له ایلان ماسک څخه وغوښتل چې ژر تر ژره په خپل پلیټ فارم کې د اروپايي اتحادیې قوانین پلي کړي. خو ماسک منفي عکس العمل وښود.

د ایکس شبکي مشر ایلان ماسک
د ایکس شبکي مشر ایلان ماسکانځور: Gonzalo Fuentes/REUTERS

د ایکس شبکې مشر ایلان ماسک ته په یوه لیک کې د اروپایی اتحادیې کمیسیون یادونه وکړه چې په اسراییلو باندې د اسلامي او ترهګریز سازمان حماس د بریدونو اړوند غیرقانوني منځپانګې لیرې کړي.

د اروپايي ټولنې چارواکو په دې لیک کې ویلي چې د اسراییلو پر وړاندې د حماس لخوا د تروریستي بریدونو په تعقیب، موږ شواهد لرو چې ستاسو پلیټ فارم په ټوله اروپا کې د غیرقانوني مینځپانګې او غلطو معلوماتو خپرولو لپاره کارول کیږي.

د اروپايي کمیسیون کمیسار تیری برتون پر ایکس خپاره شوي لیک کې لیکلي چې د مثال په توګه، لاس کاري شوې یا له ویډیويي لوبو څخه اخیستل شوي انځورونه په ایکس شبکه کې لاس په لاس کیږي.

د اروپايي اتحادیې کمیسار وویل هغه غواړي ماسک ته د اروپايي ټولني نوي مقررات ور یاد کړي چې په لویو آنلاین پلیټ فارمونو کې پلي کیږي او دا باید روښانه شي چې کومه محتوا د خپریدو اجازه لري او کومه ېې نلري.

د اروپايي اتحادیې د نوي قانون له مخې، فیسبوک، ایکس، ګوګل او ډیر نور باید په انټرنیټ کې د غیرقانوني مینځپانګو لکه د کرکې بیان او د تحریک کونکو مفکورو د خپریدو پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي.

د ایلان ماسک ځواب

هغه ځواب چې ماسک لیږلی داسې ښکاري چې اروپايي کمیسیون ته د قناعت وړ نه دی. ماسک ویلي: "زموږ پالیسي دا ده چې هر څه شفاف وساتو، داسې چلند تر هغه ځایه چې زه پوهیږم د اروپایی اتحادیې لخوا ملاتړ کیږي. "

د ایکس شبکې مشر زیاته کړه: "مهرباني وکړئ هغه سرغړونو ته نوم ورکړئ چې تاسو یې ایکس ته راجع کوئ تر څو خلک یې وګوري." بیا یې په فرانسوي ژبه لیکلي مرسي (مننه)!

د آلمان حکومت د تبعیض ضد استازي اعتراض

په ورته وخت کې، د آلمان د تبعیض ضد خپلواک استازې فردا آتامان، د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې د ایکس شبکه ترک کړي. آتامان، د حکومت ویاند شتیفن هبشترایت ته په یوه لیک کې، د دې پلیټ فارم په مدیریت سخته نیوکه وکړه او په دې پلیټ فارم کې د نافذه قوانینو ناکافي پلي کولو ته یې اشاره وکړه.

په لیک کې راغلي: "دا په زیاتیدونکې ډول د پوښتنې وړ ده چې آیا حکومتي چارواکي او څانګې باید د عامه اړیکو کار په داسې پلیټ فارم کې ترسره کړي چې د غلطو معلوماتو شبکه ګرځیدلې او مالک یې د یهودي ضد، توکمپالنې او ښي اړخو پاپولیسټي محتواوې خپروي یا ېې شریکوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل