1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستان کې پر امنیتي مرکز وسله وال برید کې ۹ کسان وژل شوي

احمد حکيمي l د فرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۵, جمعه

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې وسله والو کسانو د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر یوه امنیتي مرکز د چاودېدونکو توکو ډک موټر او ډزو برید کړی، چې پکې لږ تر لږه نهه نیمه پوځي سرتېري وژل شوي دي.

انځور له ارشیف څخه چې پکې د بنو سیمه ښکاري او امنيټي کسان تر یوه برید وروسته لاره تړي.
باجوړ کې پر امنیتي پوسته چاودنه او برید کې نهه تنه نیمه ملیشه ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. انځور: Karim Ullah/AFP/Getty Images

په پېښور ښارکې کې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د پیښې په تړاو وویل: «په برید کې نهه نیمه پوځي سرتېري او ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.» د نوموړي چارواکي په خبره، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بریدګرو په چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي مرکز دروازې ته په رسولو منفجر کړی دی.

تېره اوونۍ هم په همدې سیمه کې د موټر بم او هاوان بریدونو ۲۱ کسان وژلي وو.

یاد امنیتي چارواکي زیاته کړه، بریدګر له امنیتي ځواکونو سره تر اوږدې نښتې وروسته وتښتېدل، او لږ تر لږه ۳۵ امنیتي کسان په برید کې ټپیان شوي هم دي.

د قومي مشرانو د امن جرګه او په اړه یې اندېښنې او شکونه

25:49

This browser does not support the video element.

په باجوړ کې یوه بل لوړپوړي حکومتي چارواکي هم د مرګ ژوبلې دغه شمېر تایید کړ. د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله والې ډلې، چې په سیمه کې ډېره فعاله ده، د دغه برید مسوولیت منلی دی.

په یوه بله جلا پېښه کې، د باجوړ د عنایت کلي په سیمه کې درې امنیتي سرتېري هغه مهال ټپیان شول چې د هاوان یوه مرمۍ د سرحدي ځواکونو په کمپ کې ولګېده. د باجوړ دغه خونړۍ پیښه له هغه موټر بم برید وروسته شوی چې د یکشنبې په ورځ یې د بنو د فتح خېل په سیمه کې ۱۵ کسان ووژل، او همدارنګه د مې په ۷مه د هنګو ولسوالۍ د ټل سیمې پر یوه بازار د هاوان برید شپږ کسان وژلي وو.

پاکستان افغانستان تورنوي چې د ترهګرو ته په پټنځایونو کې ځای ورکوي، خو افغانستان دا ادعا ردوي.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترینګلې اړیکې په وروستیو میاشتو کې تر خونړیو وسله والو نښتو رسېدلې دي، چې پکې د افغانستان پر ښارونو د پاکستان هوايي بریدونه هم شامل دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب