1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په بادغيس کې پر پوځي اډې برید شپږ عسکر وژلي دي

۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

افغان چارواکي وايي چې طالبانو په بادغیس ولایت کې د پوځ پر یوې اډې برید کړی چې په پایله کې یې شپږ سرتیري وژلي او اوه نور ټپیان شوي دي.

Afghanistan Armee-Kommandoeinheit während eines Trainingsprogramms
انځور: DW/S. Tanha

د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته دغه برید د دواړو لورو ترمنځ د دوه ساعتونو جګړې سبب وګرځید چې په پایله کې یاغیانو د امنیتي ځواکونو پوځي تجهیزات او وسلې غلا کړي او دوه پوځي موټر یې هم له ځانه سره بېولي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.

په يوه بل راپور کي بيا د افغانستان په شمال بغلان ولایت کې د سړک غاړې یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولایت د پولیسو چارواکو ویلي چې د سړک غاړې یوې بمي چاودنې په پایله کې یو ملکي وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت یا داعش ډلي پوري تړلو جنګیالیو د مخ پر ډیریدونکي بریدونو لاندي دي. دواړه وسله والې ډلې په ټول هيواد کې په اوسط ډول د ورځې یو یو برید کوي.

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب