1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په بالامرغاب کي سخته جگړه روانه ده

۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه

د باغيس چارواکي وايي چي د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کي سخته جگړه روانه ده. ځايي اوسېدونکي وايي چي ولسوالي په يوه کنډواله بدله شوې ده.

Afghanistan Kämpfe gegen IS und Flucht von Zivilisten
انځور: DW/Omid Deedar

د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ وايي چې د بالامرغاب ډيره سیمه طالبانو نیولي دي او یوازي د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني د حکومت په لاس کې دي.

هغه وايي چې وضعیت تر حد زیات خراب دی او که نن شپه حالات داسي ول لکه اوس چې دي، هلته به انساني ناورین رامینځ ته شي.

هغه دويچه ويله ته وويل: «که هلته ډیر ژر هوايي عمليات ونه شي انساني ناورين رامینځ ته کیږې. نیږدې ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغان ځواکونه هلته تلف کیږې د ټولو ژوند په خطر کې دی موږ چې هرې خواه ته چیغې وهو څوک مو مرستي ته نه را دانګي.»

بالامرغاب د بادغیس هغه ولسوالي ده چې له نژدې یوې میاشتې راهيسي د طالبانو تر سختو بریدونه لانده ده.

د بالامرغاب ولسوالۍ د ملي پوليسو يوه افسر نصیر احمد د جګړې له لومړۍ کرښي څخه په تليفون کې دويچه ويلي ته وویل چې له ۲۵ راهيسې پرې جگړه روانه ده او کلابند دي. هغه وويل: «نه ډوډۍ لرو نه اوبه لرو نه طيارې راځي چې زموږ زخميان انتقال کړي. موږ په دغه شان يوه حالت کې يوو.»

د بالامرغاب ولسوالۍ قومي مشر حاجې موسې واېې هلته نن غرمه د جمعې په ورځ تر پنځوسو زیات افغان ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوې، تیره شپه هم ۱۵ تنه تسلیم شوې او مرغاب دامهال ټول خالي شوې او په یوه کنډواله بدل شوې ده چې هرې خواه ته ګولي اوري.

د بالامرغاب اوسېدونکی شهزاده هوتک وايي که د مرغاب قومنداني او د ملي اردو مرکز طالبانو ونیوی بیا به دولت ته ډیره سخته تمامه شې چې دا کلیدي نقطي بیرته ترکنټرول لاندې راولي.

د بادغیس د امنیت آمر شیرآقا الکوزی هم وايي چې د افغان ځواکونو وضعیت ډیر خراب دی او مرستي هم تر اوسه نه دي ور رسیدلي.

بالامرغاب د بادغیس یوه له تر ټولو ناآرامه ولسوالیو څخه ده او په دې وروستيو کې پکښې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات ډير شوي دي.

عتيق الله مطمئن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب