1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بامیان کې څرنګه یوه ښځه مرخیړیو له بې وزلۍ خلاصه کړه؟

۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعه

د بامیان ولایت په مرکز کې یوه ۴۰ کلنه میرمن توانیدلې چې د مرخیړیو د یوه کوچني فارم د جوړولو له لارې د خپلې کورنۍ مصارف پوره کړي. د افغان میرمنو دغه ډول کسب یا کار د کورنیو پر اقتصاد مهم اغیز لرلی شي.

Afghanistan Kleine Pilz-Farm in Bamiyan
انځور: DW/A. Akramy

مریم، چې د نورو ډیری افغانانو په څیر تخلص نه لري د مرخیړیو د فارم جوړولو فکر له خپل لیور څخه اخیستی وو، چې د بامیان ولایت د زراعت په انستتیوت کې د استاد په توګه دنده تر سره کوي.

د دغه فارم جوړول او له هغې څخه لومړنی حاصل اخیستل د دې سبب شوی دی چې د مریم بزګره او بې وزله کورنۍ د راحت ساه واخلي.

هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د مرخیړو دغه فارم چې ۶۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، د جوړولو چارې یې سږکال د ثور په میاشت کې پېل کړې او اوس یې ترې لومړی حاصل اخیستی دی. اوس دغه میرمن د مرخیړیو دوهم فصل راټولو ته انتظار باسي.

دغه فارم د یوه غره په زړه کې په یوه سمڅه کې جوړ شوی چې لوی والی یې درې په پنځه متره کې دی. مریم په دغه کوچنۍ خونه کې تر ۱۰۰ زیاتي پلاستیکي کڅوړې له بوسو ډکي کړي او په هغه کې یې د مرخیړیو تخم کرلی دی.

د میرمن مریم، د مرخیړیو کوچنی فارمانځور: DW/A. Akramy

د مریم په خبره یوه میاشت وروسته یې د مرخیړو د حاصل په راټولو پېل وکړ او هره ورځ یې له ۳ څخه تر ۷ کیلو پوري مرخیړي راټولول او د بامیان بازار په دوکاندارانو به یې یوه کیلو په ۳۵۰ افغانیو پلورل.

مریم زیاتوي: «ما سږ کال د مرخیړیو د خرڅولو له کبله تر ۱۰۰ زرو زیاتو افغانیو عاید لرلی دی او د کورنۍ مصارف مې د دې محصول له لارې پوره کړي دي. ډیره خوشحاله یم چې د خپل کور دننه پر کار بوخته یم.»

د مریم میړه چې ورځنۍ مزدوري کوي، آن په یوه کال کې نه شي کولای چې سل زره افغانۍ تر لاسه کړي.

د میرمن مریم، دغه فارم د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره لویه مرسته ده، چې میړه یې نه شو کولی په یوازې سر دغه لګښت پوره کړي. د مریم میړه هره ورځ د کار موندلو له پاره د سړک پر سر چوک ته ورځي، څو د خپلو اولادونو له پاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

خو د میرمن مریم، په نوښت سره د یادې کورنۍ اقتصادي ستونزو لویه برخه حل شوې ده. د دغې میرمنې کورنۍ چې د خپل لیور سره یو ځای اوسیږي د کورنۍ د غړو شمیر یې په ټوله کې ۲۲ کسانو ته رسیږي. له دغې ډلې پنځه تنه یې د بامیان په پوهنتون کې زده کړې کوي او د هغوی لګښت د مرخیړیو د فارم له لارې پوره کیږي.

مرخیړیو څخه په افغانستان کې ډیره استفاده نه کیږي خو بیا هم په ورستیو کلونو کې د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د مرخیړیو کوچني فارمونه جوړ شوي دي. مرخیړي د افغانستان په دودیزو خوړو کې نه دي شامل او زیاتره رانیونکي یې بهرنیان دي.

هغه دوکاندار چې په بامیانو ولایت کې له میرمن مریم، څخه مرخیړي رانیسي، یو کیلو یې په ۴۰۰ افغانیو پر چینایي کاریګرو پلوري چې د سړک جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.

په یوه کورني فارم کې تولید شوی مرخیړیانځور: DW/A. Akramy

دغه ۴۰ کلنه میرمن وایي چې د ورځې شاو او خوا دوه ساعته د مرخیړیو په دغه کوچني فارم کې بوخته وي: «د مرخیړیو د کرلو زیار کم دی او یوه میاشت وروسته حاصل ورکوي او تر نورو درو میاشتو پورې ترې حاصل اخیستل کیدی شي. زه هره ورځ رسیدلي مرخیړي راټولوم او بازار ته یې د عرضه کولو له پاره چمتو کوم.»

د مرخیړیو دغه فارم د یوه غره په زړه کې په یوه سمڅه کې دی چې د پسرلي او دوبي په موسمونو کې یې هوا سړه وي او د مني او ژمي په موسمونو کې یې هوا ګرمه وي چې د مرخیړیو د کرلو له پاره تر ټولو مناسب ځای دی.

دغې میرمنې د خپل دغه نوښت له پاره هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او وایې که چیرې حکومت یوازې د ځای او د مرخیړیو د تخم د برابرولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي، نو کولای شي چې یو شمیر ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

د مریم پلار سید امیر هاشمي چې له خپلې لور سره همکاري کوي وایي چې دغه کار د ښځو له پاره ډیر مناسب دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ښځې د سړو په څیر حق لري کار وکړي او د خپلې کورنۍ د پرمختګ له پاره هڅې وکړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل