په بحرین کې د اپوزیسیون د بایکاټ سربیره پارلماني ټاکنې کیږي
۱۳۹۷ آذر ۳, شنبهنن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۲۴ نیټه) د بحرین اوسیدونکي د پارلمان له پاره خپلو تازه نوماندانو ته خپلې رایې ورکوي. دغه ټاکنې داسې مهال کیږي چې بحرین په دې هیواد کې اپوزیسیون ډلې ته په ټاکنو د ګډون اجازه نه ده ورکړې او د یو شمیر فعالانو په نیولو یې پیل کړی دی. د بشري حقونو فعالانو په بحرین کې د حکومت په لاس د سیاسي سرکوب او ځپنې په هکله اندیښنې څرګندې کړې دي.
د بحرین د پارلماني ټاکنو له پاره د رایې اچونې بهیر نن سهار په ځايي وخت ۸ بجو پیل شوی او دغه لړۍ به د ماښام تر ۸ بجو پورې ادامه ولري. د بحرین په دې جنجالي ټاکنو کې د شعیه مذهبو ګوند الوفاق او سیکولر ګوند واعد ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکړل شوې. د بحرین د حکومت همدغه اقدام د دې سبب شوی چې په دې هیواد کې اپوزیسیون دغه ټاکنې بایکاټ کړي.
د چارواکو په حواله د بحرین د نوي پارلمان له پاره په مجموعي ډول ۲۳۹ نوماندان چې په دې ډله کې ۴۱ یې میرمنې دي، په خپلو منځو کې رقابت کوي. د بحرین پاچا حماد له رایه اچوونکو څخه غوښتي چې په دې ټاکنو کې چې ورسره همهاله د ښاروالانو ټاکنې هم ترسره کیږي، پراخ ګډون وکړي.
د مخالفینو پر وړاندې حکومتي اقدامات
د بحرین د پارلماني ټاکنو له پاره د چمتووالي په وروستیو شیبو کې، د بحرین چارواکو لږ تر لږه شپږ داسې کسان نیولي چې غوښتل یې د رایې اچونې د بهیر مخه ونیسي. په بریتانیا کې میشت د حقونو او دموکراسۍ له پاره د بحرین د انستیتوت په حواله په نیول شوو کسانو کې د الوفاق د ګوند غړی او د بحرین د پارلمان پخوانی وکیل علي راشد الاشیري، هم شامل دی.
د روان کال په جون میاشت کې وروسته له هغه چې د بحرین حکومت د دغه شاهي حکومت د اساسي قانون او یا نورو قوانینو د ماتولو په تور د سیاسي ټولنو منحل کولو او د غړو د شړلو په موخه یو قانون تصویب کړ، د الوفاق په نامه د بحرین دغه ګوند روانې پارلماني ټاکنې بایکاټ کړي دي. د دې قانون په تصویب سره ګڼ شمیر سیاسي څیرې په ټاکنو کې له ګډون څخه محرومې کړل شوي دي او په دوی تور پورې کړل شوی چې په خپلو فعالیتونو سره یې د بحرین اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دی.
په بریتانیا کې میشت د حقونو او دموکراسۍ له پاره د بحریني انستیتوت غړي ډیوین کیني په دې هکله وویل چې د تیرو دوو کلونو په موده کې، د حکومت د اقداماتو په پایله کې سیاسي اپوزیسیون نیول شوی، ځپل شوی او یا هم دې ته اړل ايستل شوی چې د حکومت د اوامرو اطاعت وکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې موږ د بحرین پر چارواکو غږ کوو چې روان او مخ پر ډیریدونکی سرکوب متوقف کړي او دا چې د سلطنت ضد څیرو په ګډون د بیان آزادۍ او د مخالفو نظریو څرګندولو ته اجازه ورکړي.
بحرین د خلیج په اوبو کې پروت يو ستراتیژیک هیواد دی. په دې عربي هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونه او همداراز یو شمیر بریتانوي سرتیري میشت دي.