په بدخشان کې برف کوچ ۸ کسان وژلي دي
۱۳۹۷ دی ۲۸, جمعه![Afghanistan, Schäden durch Lawine](https://static.dw.com/image/18283605_800.webp)
د بدخشان چارواکي وایي چې برف کوچ په يوه کلي کې څو تنه وژلي دي او خلک یي له ستونزو سره مخامخ کړي دي. خو دا چې دغه کلی د طالبانو تر کنترول لاندې، نو زیانمنو شوو کسانو ته مرستي رسول ستونزمن دي.
خو د بدخشان ولایتي شورا دا خبره تائیدوي چې واورې ښویدنې په راغستان ولسوالۍ کې ۸ کسان وژلي دي. د ولایتي شورا غړې فرحناز پامیري، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه برف کوچ د راغستان ولسوالۍ په زرنداب کلي کې خلک لاندې کړي دي.
د میرمن پامیري په خبره دا چې د زرنداب په گډون د دغې ولسوالۍ زیاتره کلي د طالبانو تر ولکې لاندې دي نو د سیمې اوسیدونکو ته د مرستو رسول هم ګران دي: «له یوه اړخه ناامني او له بل اړخه طبیعي پيښو خلک له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.»
د بدخشان والي په زرنداب کلي کې د برف کوچ پيښه نه تائیدوي او نه یي هم ردوي، خو وایي چې له دغې سیمې څخه چې د طالبانو تر کنترول لاندې ده، معلومات نه لري.
د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد، زیاتوي: «هغه سیمه چې ویل کیږي دغه پيښه پکښې رامنځ ته شوې ده، د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنترول لاندې ده. زه په دې هکله زیات څه نه شم ویلی.»
ژمی د بدخشان ولایت د شغنان، درواز او راغستان ولسوالۍ د واورې ښویدنې له جدي ګواښ سره مخامخوي، او د پسرلي په موسم کې هم دغه سیمې د سیلابونو له خطر سره مخامخ وي.
د افغانستان بیلا بیل ولایتونه په وروستیو اوونیو کې د واورې او بارانونو د اورښت شاهدان وو. د بدخشان ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې وروستۍ واورې له مرکز سره د یو شمیر ولسوالیو لارې تړلي دي.