1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان کې کان ښوویدنه؛ څو کارګران تر خاورو لاندې بند پاتې دي

۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

په بدخشان کې د سرو زرو د یوه کان ښوېدو له امله درې کان کېندونکي تر خاورو لاندې بند پاتې دي. ځايي سرچینو ویلي دي چې تردې دمه یو کس ژغورل شوی.

د افغانستان بدخشان ولایت
د افغانستان بدخشان ولایتانځور: picture-alliance/NurPhoto/Mohammad Sharif Shayeq

په بدخشان کې ځايي سرچینو نن د جمعې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۶) خبر ورکړی دی چې د سرو زرو یوه کان د ښوویدو له امله یوشمېر کارګران تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

په بدخشان کې یوه خبریال دویچه ويله ته وویل چې پېښه د پنجشنبې په ورځ په یاوان ولسوالې کې شوې ده.

هغه وویل چې په دې پېښه کې څلور کارګران بند پاتې دي چې له تېرې ورځې یواځې یو یې د ځايي خلکو په واسطه ژوندی رااېستل شوی:

«اوس هم هغه کسان چې تر خاورو لاندې دي غږونه یې اورېدل کیږي او د مرستې غوښتنه کوي.»

د بدخشان ولایت له پاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي دویچه ویله ته په غږیز پيغام کې ویلي دي چې د جمعې په ورځ د سهار تر لسو بجو د بند پاتې کسانو غږونه اورېدل کېدل، خو د هغوی د ژغورنې هڅو پایله نه ده لرلې او اوس د هغوی غږونه خاموش شوي دي.

اړوند مطالب:د هیواد په شمال کې ګڼ شمیر کان کیندونکي تر ځمکې لاندې بند دي

یوشمېر ځايي رسنیو د ځینو سرچینو له قوله د بند پاتې شویو شمېر لس کسان ښودلی.

دا لومړی ځل نه دی چې په بدخشان کې د کان ښووېدنې له امله انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. څو کاله وړاندې هم د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د سرو زرو یوه کان ښویدو له امله یوشمېر ځايي اوسېدونکي چې په ناقانونه ډول یې کان کېندنه کوله، مړه شول.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل