د اکسفام افتضاح د جنسي پېښو او رسوايۍ يوازنی مورد نه دی چې د بين المللي مرستو ډګر يې لړزولی دی. په آلمان کې د ټولنيزو مسايلو د انستيتوت اجرائيوي مشر، بورکهارد ويلده، له دويچه ويله سره په مرکه کې په دې هکله وويل چې د مرستندويو ټولنو کارکوونکو او نورو همکارانو په وار وار له خلکو څخه په جنسي سو استفادو کې لاس لرلی دی. د دې له پاره چې په سيمه کې له اړوندو ښځو سره مرسته وشي، په آلمان کې د «مېديکا موندياله» په نوم د ښځو د حقونو ټولنې په بوسنيا کې له ښځو څخه ملاتړ کوي. په کولن کې مېشته دغه غير دولتي ټولنه تر نن ورځې پورې هم د جګړو او کړکېچونو په سيمو کې له نجونو او مېرمنو سره مرستې کوي. آرا شتيلاو، چې د نړيوالو پروګرامونو مشره ده، وايي: «د پرمختيايي همکارۍ او بېړنيو مرستو په ډګر کې معلومه ده چې دغسې پېښې تل صورت نيسي.»
يوه بله تازه بېلګه د بې سرحده ډاکترانو ټولنه ده چې په تېر کال کې يې په خپلو ليکو کې د جنسي ځورونې او سو استفادې ۲۴ موارد ثبت او خپاره کړي دي. د نړيوالې ژغورنې په نوم کميټې يا «آی ار سي» اعتراف کوي چې د کانګو په دموکراتيک جمهوريت کې د جنسي سو استفادې درې موارد پېښ شوي دي.
په بالکان کې د بدلمنۍ ځای
په ۱۹۹۰ يمو کلونو کې د يوګوسلاويا د جنګونو په وخت هم، جنسي ځورونې او ناوړه استفادې شوې دي. د بالکان په دغو ناکراريو کې هم د نړيوالو مرستندويانو له خوا له نجونو او مېرمنو څخه جنسي سو استفاده شوې ده. داسې ويل کيږي چې د ملګرو ملتونو شين خولو عسکرو او د بشري مرستو کارکوونکو هم تل په بدلمنۍ کې لاس درلودلی وو. خو دا څنګه کېدای شي چې مرستندويان له خپل قدرت څخه داسې ناوړه ګټه واخلي؟ يوه خبره معلومه ده. هغه دا چې په يوه کړکېچنه سيمه کې د مرستې ماموريت يو استثنايي حالت دی. تر ټولو ښه خبره دا ده چې مرستندويان خپل مسووليت درک کړي او تل د روان پېژندنې له اړخه ورسره مرسته هم وشي. خو طبيعي خبره دا ده چې د مرستندويانو او اړمنو خلکو تر منځ د قدرت او صلاحيتونو تفاوت هم ډېر دی. مېرمن شتيلاو په دې هکله وايي: «خلک غواړي چې ژوندي پاته شي. اکثراً د دولت له خوا ټولنيزې مرستې ورسره نه کيږي، د کړکېچونو او جنګونو له کبله فاميلي ټولنيز جوړښتونه هم له منځه تللي يا کمزوري شوي وي، له دې کبله ښځې پيسو ته اړتيا لري. د هغوی بې چارګي دومره ډېره وي چې د پيسو، خوراکي موادو او خدماتو په بدل کې جنسي اړيکې عرضه کوي. دغسې اقتصادي بې وزلي ښځې دې ته مجبوروي.»
د دغسې مرستندويو ټولنو باورتيا او د ويسا کچه هم کېدای شي د دغسې پېښو له کبله راټيټه شي. د مرستو په نړۍ کې دغه اعتماد ډېر اهميت لري. غير دولتي ټولنې بسپنو ته سترګې په لار وي. خو بسپنه ورکوونکي هم غواړي پوه شي چې آيا پيسې يې په سمه توګه مصرفيږي يا دا چې په ناوړه اعمالو لګول کيږي.
پر ورته موضوع زموږ د آرشيف څخه انځوريز راپور (13.02.2017):
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzنن بیبینا ایمناها، د څو کلونو راهیسې په ځانگړي توگه ځوانو نجونو ته خبردارې ورکوي چې اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. ایمناها وایې: «ډیرې نجونې د درواغو ژمنو په جال کې بند پاتې کیږي. دوی ته ویل کیږي چې په کورونو کې به د خدمې یا ورته کارونه کوې، خو کله چې اروپا ته ورسیږي بیا نو دوی درواغ معلوم شي. له همدې امله ډیرې نجوني د مجرمو ډلو لاسو ته ولیږي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzتر ډیرو هڅو وروسته یو قاچاقبر له دویچه ویله سره خبرو ته راضي شو. هغه وویل چې تر سلو ډیر خلک یې له نایجیریا څخه لیبیا ته رسولي دي. د هغه په خبره د «د ایدو خلک ډیر حریص دي او د ښې راتلونکي له پاره هر څه کولو ته تیار دي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzدغه قاچاقبر چې ځان اسټیو معرفي کوي وایې چې له نایجیریا څخه تر لیبیا پورې له هر کس څخه ۶۰۰ ایرو اخلي. ډیرې پوهیږي چې له دښتې او صحرا له لارې لیبیا ته رسیدل څومره خطرناک دی. په دې ترڅ کې ډیر شمیر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد «اگادیز» دښته د دویچه ویله د خبریالانو راتلونکې منزل وو. د دوی په خبره دا ډیره خطرناکه سیمه ده. په دې دښته کې دغه خبریالان یوازې د وسله والو محافظینو سره سفر وکولې شو.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzهره دوشنبه تر لمر ولیدو وروسته د څو لاریو یوه قافله د اگادیز دښتې څخه د شمال پر لور روانیږي. په لیبیا کې د نا کراریو له امله انساني قاچاقبران بې له کوم ممانعت څخه دغه هیواد ته داخلیږي او د مدیترانې ساحل ته ځان رسوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی او نجونې باید کم عمره وي
د نایجیریا ډیرې نجونې د فحشا بانډونو په لاسو کې ولیږي. مدني فعاله لیزا بیرتینې وایې: «د شمیرو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر ۱۰۰۰ ډیرې نایجیریایې نجوني او میرمنې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. په ۲۰۱۵ کال کې دا شمیر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.» نوموړۍ زیاتوي چې کوښښ کیږي د نجونو عمر کم تر کم وښودل شي.
انځور: DWد نایجیریا د یوه دوست په مرسته دغه دواړه ژورنالستان د ایټالیا په شمال کې یو «مادام» ته ورسیدل. نایجیریا کې دلالې ته مادام ویل کیږي. په ایتالیا کې یوې نایجیریایۍ نجلې وویل: «مادام پر موږ تشدد وکړ او بدلمنې ته یې مجبوره کړو.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzکله چې د دویچه ویله خبریالانو پر مادام د لگول شوو مختلفو تورونو په هکله پوښتنې وکړې، نو هغې ومنله چې په کور کې یې ۶ نجونې موجودې دي. خو دا رد کړه چې دغه نجونې یې بدلمنې ته اړ ایستلي دي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد مونیکا اوشکوی په نوم یوې راحبې په دې برخه کې ایټالوي ادارې په نه پاملرنې تورنوي او انتقاد پرې کوي. نوموړۍ د تیرو ۸ کلونو راهیسې بدلمنۍ ته اړ ایستل شوو نجونو په برخه کې کار کوي. نوموړی زیاتوي چې سړي غواړي په ډیرو کمو پیسو خپل جنسي خواهش پوره کړي، چې دا کار په ایټالیا کې له نایجیریایې ښځو سره د ۱۰ ایرو په بدل کې کولې شي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz