1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په برازيل کې کرونا په یوه ورځ کې نژدې یونيم زر کسان وژلي

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

برازيل خبر ورکړی چې د تيرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې د کرونا یا کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله څه باندې ۱۴۷۳ کسان مړه شوي دي. دا په برازيل کې د کرونا ويروس د خپريدو له پیله تر اوسه، د مړو تر ټولو لوړ شمیر دی.

Brasilien Coronavirus in Manaus
انځور: Getty Images/A. Coelho

په برازيل کې د تیرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې د کرونا ناروغۍ د مړو لوړ رقم په دې معنی دی، چې په هره یوه دقیقه کې د مړينې څه باندې يوه پيښه رامنځ ته شوې ده. دغه هيواد اوس مهال د نړۍ په سطحه دريم هیواد دی چې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې تر ټولو ډيرې پيښې لري.

په دوهمه پر له پسې شپه، د برازيل د عامې روغتيا وزارت د پنجشنبې ورځې ارقام، پر ځایي وخت د شپې تر ۱۰ بجو پورې وځنډول. شپې لس بجې په برازيل کې هغه وخت دی چې معمولا د ټول هيواد په سطحه تر ټولو ډير خلک خبرونه اوری او ګوري.

د پنجشبې ورځ د برازيل له پاره د کرونا ناروغۍ له امله د لوړو تلفاتو درلودونکې دريمه پر له پسې ورځ وه.

د چارو کارپوهانو په برازيل کې د لوړ شمیر مړينو دليل، د تيستونو غيرکافي وړتيا په ګوته کوي.انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Dana

برازيل رپوټ ورکړی، چې په دغه هیواد کې تر اوسه څه باندې ۳۴ زره کسانو د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دې سره دغه هيواد د کرونا ناروغۍ د مړو په حساب تر ايټاليا مخکې شوی دی او حاضردمه د بريتانيا او امریکا متحده ايالاتو وروسته د نړۍ په سطحه دريم هیواد دی چې د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډير مړي لري.

د چارو کارپوهانو يې دليل، په دغه هیواد کې د تيستونو غيرکافي وړتيا په ګوته کوي.

آژانسونه/ م.ک.ص/ ګ. پ

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب