1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برتانيه کي افغانستان ته د عسکرو پر لېږلو باندي مخاليفتونه

۱۳۸۸ آبان ۱۸, دوشنبه

لويه برتانيه کي افغانستان ته ددغه هيواد دعسکرو د ليږلو په هکله مخالفتونه ورځ په ورځ زياتیږي طبعا ددي کار علت په افغانستان کي دبرطانوی عسکرو د تلفاتو د زياتیدلو سره تړاو لري...

د برتانيې لومړی وزير په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د کتلو پر مهال
د برتانيې لومړی وزير په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د کتلو پر مهالانځور: AP

په رسمي ډول سره په افغانستان کی دبرطانوي عسکرو دتلفاتو شمير 231 تنه ښودل شوی نو له همدي امله په دغه هيواد کی دهغه کسان ورځ په ورځ زیاتیږی چی وايي په افغانستان کی دتند لارو طالبانو په ضددجګړي څخه به کومه ګټه ترلاسه نشی، په د غه جګړه کی دبري شانس نشته نو ښه به داوی چی دهندوکش په لمنه کي پروت هیواد افغانستان څخه دی هغه برطانوی عسکر ووځي چي دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونه ISAF په چوکاټ کی دغه هیواد ته استول شوی او شمير يي نه زروته رسيږي ، له دغه هیواده څخه ووځي.

که څه هم په لويه برطانیاکي دغه راز ګونګوسي او خبري نوی ندی ، خو دلته نوي خبره داده چي دلمړي ځل دپاره د Independent on Sunday په نامه نامتو ليبر الي برطانوي ورځپاڼۍ افغانستان ته دبرطانوی عسکرو دلیږلو سره خپل مخالفت ښودلی دي . څنګه چی نوموړي ورځپاڼه ليکې لوړ پولي او ستر پوځي کاربوهانو ته دا انديښنه پیدا شوي چي کیداي شی په راتلونکی مياشتو کی دبرطانوی عسکرو په تلفاتو کي نورهم زیاتوالی راشی او بیا Independent on Sunday په نامه پاڼه وايي چي ددي خطر شته چی په راتلونکی مياشتو کي طالبان زیاتره په افغانستان کی برطانوی عسکر په نښه کړی او داکار به دوي ځکه وکړی چی چي د ۲۰۱۰ میلادی کال په نيمايی کی په لویه برطانیا کی نوي پارلماني ټاکنی کیږی،او طالبان غواړی په لویه برطانیا نه کي عامه افکار افغانستان ته دبرطانوي عسکرو دلیږلو په ضد راوپاروی.

برطانوی پاڼه پخپله پروني ګڼه کی تر دي سرليک لاندی چي » اوس دوتلو وخت دی « لیکی چی » ددی وخت اوس رارسيدلي دی چي بايد وويل شی دغه جګړه یوه بیځایه جګړه ده ، ګټل کیدای نشی ، او کومه ګټه به هم له دی جګړی څخه تر لاسه نشی نو اوس به داوخت رارسیدلی وي چی له افغانستان څخه دي ډیر ژر برطانوی عسکر په څټ شی.

نه یواځی Independent on Sunday په نامه برطانوی ليبراله ورځپاڼه له افغانستان څخه دبرطانوی عسکرو دوتلو څخه خبری کوی بلکه په لویه برطانیا کی ډیرکي وګړی هم په همدی عقیده دی . دهغه احصايوي ولس پوښتنی له مخی چی د BBCله خوا شوی داسی ويل کیږی چي په سلو کی ۶۴ برطا نویان په دی عقيده دی چي په افغانستان کی دطالبانو په ضد پيل شوی جګړه ګټل کيدای نشی، او له همدی امله ډیرکي وګړی وای چی له افغانستان څخه دی برطانوی عسکر ژر تر ژره ووځی . به تيره بيا دتيری اونی راهيسي نور هم زيات عامه افکار دافغانستان دجګړي به ضد راپاريدلي ځکه ددوی دعسکرو دتلفاتو په شمير کي هره ورځ زیاتوالی ليدل کيږي او دیک شنبي په ورځ هم ځنګه ړچی دلويي برطاني ددفاعی چارو دوزارت په يوه رپوټ کی ويل شوي يو بل برطانوي عسکر هم په افغانستان کي وژل شوی دی . د ۲۰۰۱ ميلادي کال داکتوبر دمياشتی څخه را پدیخوا چي برطانوی عسکر افغانستان ته استول شوی ، تر اوسه ۲۳۱ برطانوی عسکر په افغانستان کی وژل شوی.

خو دوګړو او او مطبوعاتو دغوښتنو سره سره بياهم دلوي برطاني ددفاعی چارو وزير Bob Ainsworth يو ځل بیا دخپل حکومت دا دريځ غښتلی کړی چی برطانیا به له افغانستان څخه خپل عسکر ونه باسي ځکه دا به سمه خبره نه وی چي په افغانستان کی دبرطانوی عسکرو دليږلو دمسالي په اړه دعامه افکارو په بنسټ پریکړی وشی . همداشان دلويي برطانيی لمړي وزير ګوردن برون هم څو ورځي دمخه افغانستان ته دبرطانوی عسکرو دليږلو څخه پلوي کړی خو په عین وخت کي يی دافغانستان ددولت مشر حامد کرځي ته داخبره په ډاګه کړيده چی بايد دبډي اخيستلو او اختلاص په ضد دي په کلکه سره مبارزه وشی . هسی چي ويل کیږي په افغانستان کی دناتو او دامریکي دمتحده ایالتونو دپوځي ځواکونو ستر قوماندان امريکايی جنرال ستانلي ميک کريستال غواړی چي په برطانیاکی دعامه افکارو دزياتو پاريدلو دمخنوی دپاره برطانوی عسکر دخطر ناکو سیمو لکه هلمنده څخه بل څای ته ولیږدوي.

اساساسی خبره داده ، تر څو چی په افغانستان کی ددغه هیواد ملي پوځ داتوامندی پیدا کړی چي ددغه هیواد په ټولو سیمو کی سوله او ثبات وساتی ، نو بیا به نړیوال سوله ساتونکی ځواکونه له دغه هیواد ه څخه دوتلو پریکړه وکړی . هسی چی جنرال ميک کریستال اټکل کوی ښايي تر ۲۰۱۳ میلادی کاله پوري دغه موخي ته ورسیږو ، خو زه وایم چی تر ۲۰۱۴ ميلادی کاله پوري هم بهرني عسکرو ته په افغانستان کی اړه وي.

TM / BBC/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب