د جرمني صدراعظمي انگلا ميرکل په برلين کي د کريسمس پر بازار موټري يرغل يو «بې رحمانه او د نه درک وړ عمل» وباله. په دغه پېښه کي ۱۲ کسان ووژل سول او ۴۹ کسان ټپيان سوي دي.
اعلان
د جرمني صدراعظمي مېرمن انگلا ميرکل د دوشنبې په ورځ ماښام په برلين کي د کريسمس پر يوه بازار د لارۍ موټر تر يرغل وروسته نن سه شنبه په برلين کي وويل: «د تراوسه معلوماتو له مخي داسي ښکاري چي دا دي يو تروريستي يرغل وي.»
هغې زياته کړه: «دا د جرمني له پاره ډېره سخته ورځ ده.» ميرکل په يوه وينا کي وويل چي دا اوس تر ټولو لومړی په دغه پېښه کي د قربانيان او ټپيانو په اړه فکر کوي. ټول هيواد په غم کي شريک دئ.
ميرکل دغه راز له پوليسو، اور وژني څانگي، ډاکټرانو او روغتياپالو څخه د هغوی د فعاليت مننه وکړه. ميرکل وويل چي دا د پيښي په اړه پر پلټونکو باندي باور لري چي د دغي پيښي حقيقت به ومومي. هغې وويل چي دغه «بې رحمانه او د نه درک وړ عمل» دې ته سخت ټکان ورکړی دئ. د پيښي عامل به سخت مجازات سي: «داسي سخت چي زموږ قانون ئې غواړي».
خو ميرکل ټينگار وکړ: «موږ دا منلای نه سو چي د شر له ويري دي د کريسمس بازراونو ته ولاړ نه سو.»
د برلين په کريسمس بازار کي د پېښي انځورونه
آلماني چارواکي په برلين کې د کريسمس پر بازار احتمالي برید په هکله څیړنه کوي. په دغه پيښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۸ نورو ټپیان شوي دي. هغه څه چې تر اوسه موږ پرې پوهیږو.
انځور: Google Earth
د پيښې ځای
دغه پيښه په برلین کې د پاچا ویلیم په یاد د جوړي کلیسا مخې ته چې د سیلانیانو له پاره یو ډیر په زړه پورې ځای دی رامنځته شوی ده. د اورګاډي یو تم ځای او د خریدارۍ مشهور مارکیټونه هم دلته موجود دی.
پولیس په بیړه خپل کار پيل کړي دی او د پيښې سیمې ته ټولې تلونکي لارې یې تړلي دي. پولیس او چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د پيښې ځای ته دې نه ورځي او د ناسمو خبرونو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي. پولیسو همدارنګه د شپې په جریان کې له خلکو څخه غوښتي وو چې په خپلو کورنو کې پاتې شي.
انځور: Reuters/F. Bensch
بریدګر یا د لارۍ چلونکی
دا د یوه پولنډي شرکت لارۍ ده چې په ظاهره کې یې له پولنډ څخه ایټالیا ته اوسپنه لیږدوله. د لارې په مسیر کې د مسئولینو تماس د دغې لارۍ له چلونکي سره پرې شوی وو.
انځور: Reuters/F. Bensch
شکمن
پولیسو ویلي دي چې د لارۍ موټر شکمن چلونکی یې نیولی دی. یو پولنډي کس چې په لارۍ کې د چلونکي تر څنګ ناست وو، وژل شوی دی. یو شمیر رسنیو ویلي دي چې د موټر شکمن چلونکي افغان یا پاکستاني مهاجر دی، خو چارواکو تر اوسه پورې د دغې خبرې پخلې نه دی کړی.
انځور: Reuters/P. Kopczynski
غبرګونونه
تر پیښې لږ وروسته د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل ویاند وویل چې میرکل د کورنیو چارو وزیر او ښاروال سره په تماس کې ده. د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک وویل چې «دا د برلين او زموږ هیواد له پاره یوه خرابه شپه وه.»
انځور: REUTERS/P. Kopczynski
انځورونه1 | 7
د وروستيو معلوماتو له مخي د دغه احتمالي تروريستي بريد په تور يو کس نيول سوی چي وايي مهاجر دئ. د جرمني خبري آژانس «ډي پي آې» د امنيتي سرچينو په حواله راپور ورکړی دئ چي دغه کس له پاکستانه راغلی دئ. خو تر اوسه پوري لا دقيق روښانه نه ده. ځکه د دغه کس دوه نومونه او دوې جلا جلا د زېږېدو نېټې ثبت سوي دي.
تر دې مخکي ويل کېده چي د دغي پېښي په تړاو نيول سوی تورن کس افغان يا پاکستانی دئ.
په آلمان کې ترهگریزو پیښو ته کتنه
تر اوسه پورې لا په برلین کې د رامنځ ته شوې پیښي په اړه معلومات نه سته چي ايا دا يو ترهگریز عمل دی که نه. خو له ډیرې مودې راهیسې آلمان د ترهگرو بریدونو تر هدف لاندي دی. په انځورونو کې په آلمان کې شوو پیښو ته کتنه شوې ده.