په برلين کې يو مسجد د «ترهگرۍ د مالي تمويل» په شک پلټل شوی
۱۳۹۷ آذر ۲۷, سهشنبهد څارنوالانو په حواله پوليسو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۸نيټه) په برلين کې پر يوه مسجد او ځينو نورو ودانيو د ترهگرۍ د تمويل په شک چاپې وهلي دي.
په دې چاپو کې چې په ترڅ کې یې د برلين د ويدنگ سيمې الصحابه مسجد هم وپلټل شو، جنايي ايالتي پوليسو، استخباراتي افسرانو او د پوليسو ځانگړو ځواکونو هم برخه اخيستې وه.
په شکمنو کسانو کې يو تن د احمد. ای په نوم پيژندل شوی چې په ياد مسجد کې د عبدالباره په نوم تبليغ کوي.
څارنوالانو د تويتر له لارې ويلي دي چې پر دغه ۴۵ کلن شک کيږي چې په سوريه کې يې يوه اسلامپالي جنگيالي ته «د ترهگريزو فعاليتونو د ترسره کولو له پاره د پوځي وسايلو د رانيولو په موخه» پېسې استولي دي.
چارواکو د دې عملياتو په هلکه نور جزيات نه دي خپاره کړي او نه یې په دې اړه معلومات ورکړي چې دغه پېسې کله انتقال شوي دي.
د برلين د مورگن پوست په نامه ورځپاڼې په حواله الصحابه مسجد د آلمان د کورني استخباراتو تر نظارت لاندې دی او د آلمان د افراطي سلفيانو يو مهم مرکز بلل کيږي.
دغه مسجد په ۲۰۱۰ م کال کې د يوه مصري الاصله آلماني رضا صيام په مالي مرسته جوړ شوی چې د ورځپاڼې په حواله پرې د بالي په تروريستي برید کې د لاس لرلو تور لگول کيږي. نوموړی بيا وروسته سوریې ته ولاړ څو هلته د داعش ډلې د «زده کړو د وزير» په توگه کار وکړي.
زموږ له آرشيف څخه: