زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: ماشوم مهاجر ۶۳ سلنه زیات شوي
د جگړه ځپلو او بې وزلو هیوادونو د مهاجرو لویه برخه یعنې یو پر دریمه یې ماشومان دي. هغه مهاجرت چې د دوی د راتلونکي له پاره هیڅ ډول ضمانت پکښې نه شته. اروپا ته د ماشوم مهاجرو په اړه انځوريز راپور.
څوک له جگړې څخه تښتي او څوک له سیاسي تعقیب او فقره. بالاخره ويلای شو چې مشران د دې ټولو ستونزو بنسټ ایښودونکي او رامنځته کوونکي دي. په همدې منځ کې په میلیونونو ماشومان د خپل کور کلي پریښودو ته اړ او مهاجر شوي دي.
په ټوله نړۍ کې د مهاجرو او بې ځایه شوو ماشومانو دقیقه شمیره معلومه نه ده. خو هغه څه چې روښانه ده دا دي چې جگړې، ناخوالو او فقر په میلیونو ماشومان په خپلو هیوادونو کې دننه او دباندي مهاجرت ته اړ ایستلي دي.
په میلیونو ماشومان له زده کړو بې برخې پاته دي. مور پلار د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي له پاره د مهاجرت لاره خپلوي. د ملگرو ملتونو سازمان رپوټ ښیې چې یوازې د ۲۰۱۶م کال په جنوري میاشت کې د ترکیې او یونان تر منځ اوبو(آژه سمندر) کې د ډوب شوو ۲۷۲ تنو څخه ۶۰ یې ماشومان ول.
د ملگرو ملتونو سازمان د کډوالو ادارې د رپوټ پر بنسټ د هغو کډوالو ۳۶ سلنه ماشومان دي، چې د سوریې، عراق او افغانستان څخه د ترکیې او یونان ترمنځ د سمندر په خطرناکه لاره ځان اروپا ته د رسولو کوښښ کوي. له دغو لارو څخه د تیریدونکو کډوالو تر ۶۰ سلنه ډیر یې ښځې او ماشومان دي.
د هوا په يخېدو سره د مهاجر ماشومانو په رنځ او کړاو کې هم ډېرښت راغلی دی. د کډوالو بحران مهاجرو ته د رسیدگۍ په برخه کې اروپا هم بې وسه کړې ده. د مرستندویه سازمانونو بودیجه هم کفایت نه کوي. دغه سازمانونه د بالکان په مسیر کې د سرحدونو د بندیدو په صورت کې د یوه بشري ناورین خبره کوي.
په هغو هیوادونو کې چې جگړه روانه ده د ماشومانو ژوند په خطر کې دی. شاید فقر هم د دوی ژوند ته گواښ پيښ کړي، خو د مهاجرت په مسیر کې هم د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخ کیږي. په اوبو کې تر ډوبیدو او له یخنې څخه پر مړه کیدو سربیره، له کورنۍ څخه جلا کیدل او ورکیدل هم د ماشومانو ژوند تهدیدوي.
په دې وروستیو کې د آلمان د جنایې چارو ادارې اعلان کړی دی چې شاوخوا ۵۰۰۰ زره کم سنه ماشوم مهاجر د روان میلادي کال په پیل کې د یوې لنډي مودې له پاره یا قسماً په موقتي ډول ورک شوي دي. د دغو ورک شوو مهاجرو ډېر ئې له ۱۴ تر ۱۸ کلونو پوري سن لري.
مخکې تر دې «یورو پول» یا د اروپایې اتحادیې پولیسو اعلان کړی وو چې په تیرو دوو کلونو کې نژدې ۱۰ زره کم سنه ماشومان چې یوازي راغلي ول اروپا ته تر رسیدو وروسته لادرکه شوي دي. قانوني سن ته د نه رسیدلو ماشوم مهاجرو د هجوم له کبله اروپایې هیوادونه تر ۱۸ کلنۍ د کښته سن درلودونکي ماشومانو له پاره د استوگنځای له کمشت سره مخامخ دي.
د اروپا په ښوونځیو کې د مهاجر ماشومانو شمیر هم په یوې لويي ستونزي اوښتې او لازیاتو ښوونکو ته د اړتیا ستونزه یې ډیره کړې ده. په پای کې هغه ماشومان چې مهاجر شوي دي، په راتلونکي کې په هغو لویانو بدل نه شي چې دوی بیا د راتلونکي نسلونو د مهاجرت سبب وگرځي.