1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کې د مسلمانانو هدیرې ډکې دي او کافي ځای نه لري

۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې د پلازمېنې برلین په ګډون د جرمني په یو شمېر ښارونو کې مسلمانان د دوی له پاره په ځانګړو شویو هدیرو کې د ځای له کمښت سره مخامخ دي. په برلین کې به د مسلمانانو له پاره درې نوې هدیرې ځانګړې شي.

Deutschland Grab von Hatun Sürücü
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

د برلین ځايي ورځپاڼې "برلینر مورګن پوسټ" د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۲۴) د برلین د ښاروالۍ د ودانیو جوړولو او چاپېریالي چارو سلاکار تورستین شاتس، له قوله لیکلي دي چې د مسلمانانو په ځانګړو هدیرو کې د مسلمانانو د ښخولو چارې درول شوي دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، شاتس د آلمان اسلامي فدراسیون (د ۱۷ بیلابیلو مسلمانو اتحادیو سازمان) ته په یوه لیک کې ویلي چې  ښایي د ګاتو قبرستان، چې د برلین په شپانداوي سیمه کې دی، احتمالا پکې په راتلونکي یوه کال کې د مړو د ښخولو اجازه نه وي.

شاتس خبرداری ورکړی دی چې دا به د «نه خوښې وړ وضعیت» لامل شي او باید ژر تر ژره ورته پاملرنه وشي.

د برلین په لویدیځ کې ګاتو یواځنۍ هدیدره وه چې د جسدونو د ښځولو له پاره یې په کافي اندازه ځای درلود.

اسراییل: د مسلمانانو د یوې هدیرې د نړولو په خاطر اخوډبونه

"برلینر مورګن پوسټ" د ښار د چارواکو له قوله ویلي چې سږکال به د مسلمانانو له پاره درې نورې هدیرې ځانګړې شي.

د مسلمانانو په هدیرو کې د ځايونو د نشتوالي یو لامل دا دی چې د تېر په پرتله په دې وروستيو کلونو کې  مسلمانې کورنۍ تر ډیره خپل مړه شوي خپلوان خپلو هیوادونو ته نه وړي او همدلته یې ښخوي.

دا ستونزه یوازې تر پلازمینې برلین محدوده نه ده. د جرمني په ډیرو نورو ښارونو کې هم دغه ستونزه شته. خو  د نورو مذهبونو په هدیرو په ځانګړي ډول د عیسویانو په هدیرو کې ځایونه ډیر شوي ځکه د تدفین مراسم بدل شوي دي. د بېلګې په ډول د هغو کسانو شمیر چې غواړي جسدونه یې وسوځول شي ډیر شوی دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب