1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په بريتانيا کې کرونا تر ټولو ډير مسلمانان مړه کړي دي

۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبه

په بريتانيا کې د مسيحيانو په پرتله، مسلمانان، یهوديان، هندوان او سيکهان ډير په کرونا ويروس اخته شوي دي. بريتانيايي چارواکو دغه معلومات د مارچ مياشتې له نيمايي د جمعې تر ورځې (د جون ۱۹مې) د ثبت شوو ارقامو له مخې ورکړي دي.

Bildergalerie der Reise Lonely Places
انځور: picture-alliance/Photoshot

د بريتانيا چارواکو دغه مقایسوي معلومات د انګلیند او ويلز په سیمو کې د کرونا ناروغۍ د ثبت شوو پيښو له مخې وړاندې کړي دي. د بريتانيا د ارقامو وړاندې کونکې ادارې تر دې مخکې د يوې ترسره شوې سروې له مخې ويلي وو چې د سپين پوستکو کسانو په پرتله، تور پوستي او نور نسلونه ډير په کرونا ويروس اخته کيدای شي.

ياده بريتانوۍ اداره وايي چې د کرونا ناروغۍ له امله په مسلمانانو کې د مړينو کچه د نورو ټولو لګږيو په پرتله ‌ډيره ده. تر مسلمانانو وروسته بيا په ترتيب يهوديان، هندوان، سیکهان يا هغه کسان چې وايي هيڅ دين پورې تړاو نه لري (بې دينه) راځي. چارواکي وايي چې په دغو اقليتونو کې هم د مړينو پيښې په ځانګړې توګه ډيرې دي.

د رويټرز په حواله، په بريتانيا کې تر شنبې ورځې پورې په کرونا ويروس د ابتلا ۳۰۱۸۱۴ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې څخه ۴۲۴۶۱ تنه مړه شوي دي.

بريتانيا اوس مهال د نړۍ په سطحه پنځم هيواد دی چې د کرونا تر ټولو ډيرې مثتبې پيښې لري. امريکا متحده ایالات په لومړي ځای کې دی او تر هغې وروسته برازيل، روسيه او هندوستان دي.

د شنبې ورځې (د جون ۲۰) خپاره شوي تازه رسمي ارقام ښيي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پيښې ۸ اعشاريه ۶۷ ميليونو ته رسيدلي چې له دې ډلې ۴۵۹۲۱۱ کسان مړه شوي دي.

دويچه ويله اردو/ آژانسونه/م.ک.ص/ ا.ا

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب