له ۱۹۹۰م کال راهيسې ۳۰۰۰۰۰ بریتانیاوي ځواکونو د خلیج، عراق او افغانستان په جګړو کې ګډون کړی دی.
د دغه څلي پر جوړیدو یو میلیون پونډه لگښت راغلی دی، چې د خلکو د اعانو له لارې راټولي شوي وې. له دې سره به د هغو بریتانیوي سرتیرو یادون وشي چې له ۱۹۹۰کاله بیا تر ۲۰۱۵م کاله پورې په پوځي ماموریتونو بوخت ول.
پلان شوې ده چې په مراسمو کې به لومړۍ وزیره تریسا مې، شهزاده چالز، شهزاده ویلیمز او شهزاده هري، هم ګډون وکړي.
د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالن، ویلي دي چې دغه څلی به په عراق او افغانستان کې د وسله والو ځواکونو، مرستندویه کارکوونکو او ملکي پرسونل د خدمتونو او قربانیو د یوه دایمي یادون په توګه ولاړ وي.
هغه تر مراسمو مخکې وویل: «دغه هڅه زموږ ژمنه ښيي چې غواړو د دغو سیمې د خلکو ملاتړ وکړو چې هغوی یوه باثباته راتلونکې ولري او د بریتانیا له امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.»
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
انځوریز رپوټ: د افغانستان د جگړې له ټپونو سره د بالت نڅا
په کوپنهاگن ښار کې د بالت نڅا یوه بې سارې ننداره وړاندې شوه چې په کې هغو دنمارکي سرتیرو ونډه لرله چې د افغانستان په جگړه کې یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي ول. دغو سرتیرو د بالت له مسلکي نڅا کوونکو سره نندارې وړاندې کړې. انځور: DW/M. Brabant د بالت د نڅا په دې ننداره کې هغو سرتیرو ونډه اخیسته وه چې د افغانستان په جگړه کې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي ول. د څیړنو له مخې ډیر شمیر هغه سرتیري چې د افغانستان په جگړه کې ټپي او یا هم معیوب شوي دي، له روحي ستونزې څخه رنځ وړي.
انځور: DW/M. Brabant د دې نندارې یو لوی هدف دا وه چې د افغانستان په جگړه کې ښکیلو دنمارکي سرتیرو ته دا پیغام ورسول شي چې هغوی به د دنمارک د خلکو له هیره و نه وځي.
انځور: DW/M. Brabant په دې نندارې که د هغو پخوانیو سرتیرو ښکالا او وړتیاوې هم نندارې ته وړاندې شوې چې د افغانستان په جگړه کې یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دی.
انځور: DW/M. Brabant دنمارک له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیل کړی دی.
انځور: DW/M. Brabant دنمارک په ۲۰۰۶ کال کې په افغانستان کې د خپلو سرتیر شمیر لومړی ۶۵۰ تنو او بیا وروسته ۷۵۰ تنو ته ورساوه،. د دې هیواد ډیر شمیر سرتیري په ناآرامه هلمند کې میشت ول. پر دې سربیره یو شمیر نور دنمارکي سرتیري بیا د کندهار او کابل ولایتونو په مرکزونو کې هم میشت دي.
انځور: DW/M. Brabant دنمارک تر اوسه پورې د افغانستان په جگړه کې لږ تر لږه ۴۳ سرتیري له لاسه ورکړي دي. پر دې سربیره تر اوسه پورې په افغانستان کې د دنمارک ۲۰۱۴ نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.
انځور: DW/M. Brabant تر ۲۰۱۱ کال پورې رسیدلې شمیر ښيي چې په افغانستان کې د ټيي شویو دنمارکي سرتیرو له ډلې څخه لږ تر لږه ۷۰ تنه یې اوس د بدن د غړو نقص لري او یا هم معیوبه دي.
انځور: DW/M. Brabant دنمارک پنځه میلیونه نفوس لري او د نفوس په پرتله یې په افغانستان کې د تلفاتو شمیر لوړ دی. له همدې کبله د دې هیواد حکومت تر فشار لاندې دی چې له افغانستان څخه خپل سرتیري ژر تر ژره راوباسي.
انځور: DW/M. Brabant دنمارک په ۲۰۱۳ کال کې د خپلو سرتیرو شمیر له ۵۶۰ څخه ۳۰۰ ته راټیټ کړ. پر دې سربیره دنمارک ژمنه کړې ده چې په پنځو راتلونکو کلونو کې به له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالر مرستې وکړي.
انځور: DW/M. Brabant یو شمیر دنمارکي سرتیري به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي. ویل کیږي چې دنمارک د افغانستان په جگړه کې ۲.۷۴ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.
انځور: DW/M. Brabant تیم ماتیکاکیس چې د دې نندارې د جوړونکو له ډلې څخه دی وایي چې دغه ننداره د ډیرو سرتیرو له پاره یوه نوې خبره وه.
انځور: DW/M. Brabant