1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بریتانیا کې ولي يو کس د ټوخي له وجي زنداني شو؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د بریتانیا د پولیسو په یوې بیانیه کې راغلي دي چې هغه کس ته د شپږ میاشتې زندان سزا ورکړل شوې ده چې د یو پولیس پر مخ یې ټوخلي ول او هغه یې په کرونا ویروس اخته کولو ګواښلی وو.

England Messerattacke in London
آرشيفانځور: picture-alliance/empics/V. Jones

په زندان محکوم شوی کس ادم لویس نومیږي چې ۵۵ کاله عمر لري. هغه ته دغه جزا په ۲۰۱۸م کال کې د تصویب شوي یوه قانون له مخې ورکړل شوې ده چې د بیړنیو حالاتو کارکوونکو ته د ګواښ پيښولو په اړه دی. په دې قانون کې تر ټولو اوږده په پام کې نیول شوې سزا ۱۲ میاشتي بند دی.

ویل شويدي چې په لندن کې د پولیسو یو غړی د سه شنبې په ماښام، ادم لویس هغه مهال د تلاشي له پاره ودراوه چې د موټرو د دروزاې په دستګیرونو یې لاسونه وهل. کله چې پولیس هغه ودروه نو لویس په خپل لاس کې د شرابو یو بوتل پر ځمکه تر وهلو وروسته مات کړ او بیا یې د هغه په ښیښو پولیسو وګواښه.

د لندن د پولیسو له خوا په دې اړه په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې لویس مخکې له دې چې د پولیس پر مخ وټوخیږي هغه ته وویل: «زه دې کوید-۱۹ [کرونا ویروس] ناروغ یم او زه به ستا پر مخ وټوخیږم بیا به نو ته هم ناروغ شي.»

د پولیسو په خبره لیوس تر دې خبرو وروسته د پولیس پر مخ ټوخلي هم دي. خو هغه یوازې پر دې اکتفا نه دې ګړې ځکه د پولیسو د اعلامیې له مخې لویس پر پولیس د خپلو لاړو اچولو او د هغه د په غاښولو هڅې هم کړې ده.

پولیسو تر دې هر څه وروسته دغه کس ونیو او د چهارشنبې په ورځ یې محکمې ته وړاندې کړ. قاضي د پریکړې د اعلان پر مهال وویل: «زه هیله لرم چې نننۍ پریکړه یو قوي پیغام واستوي چې موږ به دغه شان کړه وړه و نه منو.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب