په بریتانیې کې یو افغان مهاجر په پنځه کاله زندان محکوم سو
۱۴۰۴ مهر ۲۳, چهارشنبه
د ساوت وارک شاهي محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۱۴ مه) ۲۶ کلن فیاض خ. په پنځه کاله بندیگرت محکوم کړ؛ دا ځکه چې نوموړي په ټیک ټاک کې په یوې ویډیو کې، ښي اړخه او د مهاجرت ضد سیاستوال، نایجل فراج په قتل تهدید کړی و.
دغه افغان مهاجر د ۲۰۲۴ م کال په اکتوبر کې د "بریتانیا اصلاحات" د گوند رهبر، نایجل فراج پر ضد یوه ویډیو خپره کړې وه چې په هغې کې په لاس د تفنگچې اشاره کړی وه او دغه سیاستوال ته یې په خطاب کې ویلي و: «بم،بم،بم.»
فراج په محکمې کې وویل چې دغه ویډیو یې"ډیره ټکان ورکوونکې" موندلې او وسلې ته د تورن کس ښکاره لیوالتیا "واقعاً د اندیښنې وړ" وه.
دغه افغان مهاجر پر خپل مخ د کلاشینکوف د یوې تهاجمي وسلې ټاټو لري.
د "بریتانیا اصلاحات" په نوم ښي اړخه گوند په بریتانیې کې په ټولپوښتنو کې د پرمختگ په حال کې دی.
فیاض خ. کله چې بریتانیې ته داخل سو، د فرانسې د مانش کانال له لارې یې خپل دغه سفر "په ژوندۍ بڼه" خپور کړ او د اکتوبر پر ۳۱ مه، بریتانیې ته له ننوتلو وروسته په یوې کوچنۍ کښتۍ کې ونیول سو.
دغه افغان مهاجر همدارنگه بریتانیې ته په غیرقانوني داخلیدو هم محکوم سوی دی.
محکمې ته وویل سول چې نوموړی افغان مهاجر بریتانیې ته له ننوتلو وروسته، بریتانیايی ادارو ته جعلي نوم ورکړی او سویډني چارواکي په دې باور دي چې هغه فیاض حسیني نومیږي او ۳۱ کلن دی.
پولیسو محکمې ته وویل چې دغه افغان مهاجر له ۲۰۱۹ م کال وروسته په سویډن کې اوسیده او په ټولنیزو شبکو کې یې ډیر مینه وال درلودل.
قاضي وویل چې دغه مهاجر له دې کبله چارواکو ته خپل بل (جعلي) نوم نه دی ورکړی دی چې له «دښمنانو» څخه پټ پاته سي، بلکې له دې کبله چې «په سویډن کې یې جرمي سابقه درلوده.»