1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کي د يوه کان د نړيدو په پېښه کي لس کسان مړه شوي

۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبه

په بغلان ولایت کې د سکرو د یوه کان د رانړیدو په پایله کې لس کسان مړه شوي دي. دغه خبر د بغلان د ځایي چارواکو له قوله ورکړل شوی دی.

Bergwerk in Afghanistan Provinz Samangan ARCHIV 2012
آرشیف انځورانځور: Qais Usyan/AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مشر مصطفی هاشمي له قوله لیکلي دي چې ۱۳ غیر مسلکي کسان په نهرین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان په کیندنه بوخت ول چې هغه راونړید.

آرشیف انځورانځور: Paula Bronstein/Getty Images

د هاشمي په خبره د ژغورنې ټیم تر خرابیو لاندي د اوو کسانو جسدونه رایستلي دي او د درو نورو جسدونو د رایستلو هڅه کیږي. د هغه په خبره درې کان کیندونکي په دغه پېښه کې ژوندي پاتې شوي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي، افغانستان چې د طبیعي زیرمو بډای هیواد دی د کانونو په غیر مسلکي او په غیر قانوني توګه کیندنو په پایله کې دغه ډول پېښې تل رامنځته کیږي. رپوټ زیاتوي چې دا خبره هم لا روښانه نه ده چې اوس طالبان تر کومې کچې د کانونو پر سکتور باندې واک لري.

انځور: picture alliance/dpa

زیاته شوې ده چې په تیر وخت کې چې کله طالبان په یاغیتوب کې ول، پخپله یې د غیر قانوني کان کیندنې څخه ګټه پورته کوله.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل