په بغلان کې ځانمرگي برید نهه کسان ووژل
۱۳۹۳ آذر ۱۰, دوشنبهد بغلان ولایت د پولیسو قوماندان امین الله امرخیل، د فرانسې خبر ي آژانس ته ویلي دي: «یوه ځانمرگي برید کوونکي د هغو کسانو په منځ کې خپل ځان والوزوه چې په بورکه ولسوالۍ کې د جنازی د مراسمو له پاره راغلي وو.»
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د لومړنیو رپوټونو له مخې په دغه پیښه کې نهه کسان وژل شوي دي: «لومړني رپوټونه ښيي چې د دوو پولیسو په گډون نهه کسان وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي.»
امرخیل ویلي دي چې یوه سیمه ییز مشر د جنازې مراسم تر سره کیدل. د بورکه ولسوال تاج محمد تقوا، له فرانسي خبري آژانس سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمیر تائید کړی دی. هغه ویلي دي: «د برید هدف ښايي لوړ پوړي دولتي چارواکي او د ولایتي شورا غړي وو چې د جنازې مراسمو ته راغلي وو.» دغه سیمه ییز چارواکي زیاته کړې ده چې په مراسمو کې حاضرو دولتي چارواکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
په وروستیو وختونو کې طالبانو د افغانستان به بیلابیلو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې واک ته ورسید، ویلي دي چې له دغې ډلې سره خبرو اترو ته چمتو دی.
تر دې مخکې د شنبې په ورځ په کابل کې یوه ځانمرگي برید یو بهرنۍ وگړی وواژه. یاغیانو په وروستیو وختونو کې د بهرنیانو میلمستونونه، د سفارتونو موټرې، امریکایي او افغان ځواکونه په نخښه کړې دي.
په روان کال کې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په کچه امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخیستل چې له کبله یې د هغوی د مرگ ژوبلې په کچه کې هم د پام ډیروالی راغلی دی. یوازې په همدې کال کې ۴۶۰۰ افغان امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.