په بغلان کې ۱۱ تنه کان کیندونکي وژل شوي
۱۳۹۰ دی ۳, شنبهد بغلان ولایت والي د ویاند، محمد حقمل، په وینا دغه پیښه د جمعې « د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۲۳مه » په ماښام د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالې کې رامنځ ته شوې. د هغه په وینا یو شمیر ځایي خلکو د دولت له اجازې پرته د کان په کیندلو پیل کړی وو چې دغه پیښه رامنځ ته شوه. دغه ولسوالي د کابل شمال لویدیځ ته د ۲۰۰ کیلومیترو په واټن پرته ده. حقمل زیاته کړې:
« د جمعې په ماښام ناوخته یو شمیر ځایي خلکو د نهیرین ولسوالې په چنارک سیمه کې د سکرو یو کان کینده چې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۱۱ تنه ووژل شول.»
حقمل زیاته کړې چې پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته د مرستې په موخه رسیدلي دي. په افغانستان کې د سکرو د کانونو استخراج یو خطرناک کار دی، ځکه چې د یو طرفه د هوا د بدلون یا د تصفیه کولو سیستم وجود لري او د بل پلوه د ځان د خوندي ساتلو لپاره ډیر کم تجهیزات وجود لري.
افغانستان یو له هغي هیوادونو څخه دی چې ډیرې طبعي زیرمې لري. د اټکلونو له مخي دغه زېرمي تر ۳ ټريليونو امریکایي ډالرو زيات ارزښت لري.
خو د افغانستان ۳۰ کلنې جګړې د کانونو دغه استخراج د لویو ستونزو سره مخامخ کړی، د دې سربیره د بنسټیزو تأسیساتو نشتوالی او اختلاس لا نورې هغې ستونزي دي چې د کانونو په استخراج کې یې خنډونه رامنځ ته کړي.
د افغانستان د کانونو او د صنایع د وزارت د اسنادو پر اساس په پام کې ده چې په ۲۰۱۴م کال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به، هر کال د ۵ کانونو د استخراج حقوق خرڅ کړي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم