بیلجیم د مهاجرو له پاره د کورنو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دی. له دې کبله هغو کورنیو ته چې ماشومان ورسره وي، د مجردو کسانو په پرتله لومړیتوب ورکول کیږي. هغه کسان چې کورنۍ نه لري او په یوازې سر راغلي وي باید له دوستانو سره واوسیږي او یا هم په خپله د شخصي کورونو کرایه ورکړي او یا تر ټولو خراب صورت کې د سړک پر سر ورځې او شپې تیرې کړي.