په بلخ کي دانتخاباتوخپلواک کميسون په رشوت اخيستوتورن دی
۱۳۸۹ شهریور ۱۹, جمعهاوياهم دځای پرځای کيدو په حال کي دي ، په بلخ ولايت کښي دولسي جرګې دپاره يوتعداد کانديدان په دغه ولايت کي د انتخاباتوخپلواک کميسون د بډايو کانديدانو لخوا په رشوت اخيستو باندي تورنوي .
په مزارشريف کي دولسي جرګې دپاره دغه کانديدان ادعاکوي چي په دغه ولايت کي د انتخاباتو دخپلواک کميسون مسؤلين ديوتعداد بډايو اوشتمنو کانديدانو څخه په رشوت اخيستو سره دهغوی دخوښي کسان دساحوي ناظمينو اوانتخاباتي مامورينو په حيث ګمارلي دي .
کانديد حاجي محمد عبدو وايي چي ماړه کانديدان کوښښ کوي ترڅو د انتخاباتي کميسيون مامورينوڅخه په خپله ګټه استفاده وکړي »
همداشان په مزارشريف کي دولسي جرګې بل کانديد هم په دې برخه کي انديښنه لري او د مربوطه دولتي ادارو څخه غواړي ، دغه مسله په کلکه وڅيړي ، ترڅو انتخابات په شفا ف ډول ترسره سي .
همدارنګه دبلخ ولايت بله کانديده حميراهم انتخاباتي خپلواک کميسيون په رشوت اخيستو تورنوي اووايي « زماهيله داده چي دشکايت اوريدلو کميسيون اوڅارنوالي دغه مسله په کلکه وڅيړي »
ميرمنحميرا وايي که چيري دغه ډول ناظمين اومامورين د دندي څخه ليري نسي، د انتخاباتو شفيافيت به ترپوښتني لاندي راسي ، اود ډيرو درغليو او لاس وهنوامکان هم سته . خودبلخ ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر عزت ا لله ارمان د کانديدانو دغه ادعا وي بېځايه بولي ،او وايي « دغه ما مورين ټول دتحصيل ، لياقت اوتجربې پر اسا س دآزاد رقابت اوسياليود لاري ديوه امتحان وروسته د انتخاباتو دخپلواک کميسيون دمرکزي دفترلخوا ټا کل سوي دي »
دی وايي که چيري دوی پوه سي چي کوم ناظم اومامورد کوم کانديد په ګټه فعاليت کوي، د وظيفې څخه به يې ليري کړي . ښاغلي ارمان زياتوي چي ددغه ولايت د انتخاباتوخپلواک کميسيون تردم ګړيه په دغه ولايت کي د انتخاباتودخپلواک کميسيون 17 کارکونکي کانديدانوته دفعاليت په تورد وظيفې څخه ليري کړي دي .
دولسي جرګې انتخابات چي ټا کل سوېده د سنبلې پر 27 تاريخ ترسره سي ،ددغي پروسې دپاره دمطمن امنيت نه موجوديت اودتقلب احتمال خلک انديښمن کړي دي .
عبدالحميد صافي
کتونکی : محمد قاسم نوري