په بلخ کي ۸۰۰۰۰ کسان په مخدره موادو اخته دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبهپه افغانستان کی د کولمبو پلان د دفتر مسئول شمس السلام، په مزارشریف ښار کې یوې غونډې ته وویل چې په بلخ ولایت کې شاوخوا ۸۰۰۰۰ معتاد وگړي موجود دي. د هغه په خبره د دې کسانو په ډله کې ځوانان، ماشومان او میرمنې هم شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د معتادو کسانو د شمیر د معلومولو له پاره دوه ځله سروې ترسره شوې ده. د هغه په خبره ورستۍ سروې ښيي چې په دغه هیواد کې د معتادو کسانو شمیر یو ملیون کسانو ته رسیدلی دئ.
په همدې حال کې روغتیایي مسئولین هم د معتادو کسانو دغه شمیر د اندیښنې وړ بولي او وایي چې په افغانستان کې د دې ټولو کسانو درملنه يو ډیر ستونزمن کار دئ. د عامې روغتیار وزرات پلاوی ډاکتر غوث الدین ضیایی وایي: «افغانستان اوس مهال یوازې د یوه سلنه معتادو کسانو د درملنې توان لري. په داسې یوه بېوزله هیواد کې د یو میلیون معتادو وگړو درملنه ناشونې ده.»
د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وایي چې د ترسره شوې سروې له مخې سږ کال د افغانستان په لس زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول چې اته زره هکتاره ئې د مخدره توکو پرضد د کمپاینونو په ترڅ کې له منځه ولاړل.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپوټونو پر بنسټ د افغانستان د مخدره توکو له کښت او تولید څخه نړیوالې مافیایي کړۍ هر کال ۷۰ ملیارده ډالر لاس ته راوړي. له دغو پیسو څخه یوازې پنځه سلنه ئې د افغانستان کرونگرو او د مخدره توکو قاچاقچیانو ته رسیږي.
عبدالحمید صافی
کتونکی: مسعود جهش