په بلخ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکيان وژل شوي
۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبهپه بلخ ولايت کې آزاد خبريال جاويد واک دويچه ويله ته د سيمې د اوسیدونکو له قوله وويل چې دغه پيښه د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د هوايي بريد په پايله کې رامنځ ته شوې ده. واک وويل: «په دغه بريد کې ۷ ملکيان وژل شوي چې څلور يې ښځې او درې يې ماشومان دي.»
د واک په وينا نن سهار د سيمې په لسونو اوسيدونکي د وژل شوو ملکيانو له جسدونو سره د بلخ ولسوالۍ دفتر مخ ته راټول شوي ول او د اعتراض غږونه يې پورته کړل. د هغه په وينا خلکو له حکومته غوښتل تر څو د پوځي عملياتو پر مهال د ملکيانو ژوند ته ډير پام وکړي. په ټولنيزې رسنۍ فيسبوک هم د دغې پيښې انځورونه خپاره شوي دي.
د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد هم پيښه تائيدوي خو وايي سربيره پر دې چې سيمې ته د خلکو استازي ورغلي خو لا هم په دقيقه توګه د پيښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه لري. خو هغه د ورکړل شوو تلفاتو ارقام مني او زياتوي د وژل شوو سربيره، دوه تنه نور ملکيان ټپيان شوي هم دي.
حديد وويل: «په دقيقه توګه نه شم ويلی چې دغه کار سل په سلو کې د امنيتي ځواکونو له خوا شوی دی خو رد کوم يې هم نه.»
په بلخ کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، دغه پيښه پرون ماښام شپږ بجې رامنځ ته شوې ده. د قول اردو وياند حنيف رضايي دويچه ويله ته وويل پرون افغان امنيتي ځواکونو د بلخ ولسوالۍ په بوکه سيمه کې چاڼيز عمليات درلودل خو هوايي بمبارد نه دی شوي.
رضايي وويل: «زموږ تحقيقاتي ډله سيمې ته استول شوې ده، ۹۰ په سلو کې د دې احتمال شته چې دغه غميزه د طالبانو له خوا د ايښودلي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوي وي.»
افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی د ملکيانو لوړ تلفات لري. د رپوټونو له مخې، دغه ملکيان تر ډيره د افغان او نړيوالو ځواکونو د هوايي بمباريو او د طالبانو او نورو حکومت ضد وسله والو ډلو په بريدونو او د هغوی له خوا د ځاي پر ځای کړل شوو ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي. په وروستيو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکيانو د لوړو تلفاتو په اړه انديښنه ښکاره کړې وه.
م.ک.ص/ن.ص