1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

په بلخ کې د يوې کورنۍ ۷ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د جمعې او شنبې تر منځ شپه کې د يوې کورنۍ ۷ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي. په دغه ولایت کې د طالبانو پولیس وايي د قتلونو انګيزه روښانه نه ده، خو زیاتوي دغې کورنۍ د شخصي دښمنۍ سابقه درلوده.

Bildergalerie Afghanistan Vorbereitungen Nowruz Feier
انځور: DW/N. Asir

په بلخ کې د طالبانو د پولیسو ویاند، محمد آصف وزیري، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۴مه) د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د قتلونو دغه پېښه د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د وزيري په خبره، په وژل شوو کسانو کې پنځه ماشومان په چړې وژل شوي او د ښځې او مېړه مړي بيا په داسې حال کې موندل شوي چې د تومانچې په ډزو ویشتل شوي دي.

د پولیسو له خوا د خپرو شوو انځورونو څخه ښکاري چې د پېښې قربانیان پر تخت د خوب پر مهال وژل شوي دي. د پولیسو په خبره، دغې کورنۍ د شخصي دښمنۍ سابقه درلوده، خو دا چې د قتلونو انګیزه همدا د دښمنۍ مسئله ده او که نه، روښانه نه ده.

د آلمان خبري آژانس وايي د طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته د تېر حکومت د چارواکو د مرموزو وژنو او د ځوانو ښځو په څير د نورو افرادو قتلونو سره په افغانستان کې د تاوتريخوالو کچه لوړه شوې ده.

د تیرکال په جون میاشت کې یو سړي د افغانستان په فراه ولایت کې د خپلې ښځې او ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل.

(dpa)mks/mns

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل