1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په بلخ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ شهریور ۴, سه‌شنبه

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د موټربم چاودنې په پایله کې درې تنه وژل شوي او شاو او خوا ۳۵ ملکیان ټپيان شوي دي. چارواکو په برید کې د دوو امنیتي ځواکونو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی. طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

Afghanistan Taliban-Angriff auf Militärlager in Mazar-i-Sharif
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

اسوشیتد پرس خبري آژانس د بلخ د والي ویاند منیر احمد، له قوله لیکلي دي چې په دغه موټربم چاودنه کې د دوه افغان کومانډویانو په شمول درې تنه وژل شوي دي.

تر دې دمخه په بلخ کې د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي، ویلي وو چې دغه چاودنه د کومانډو پر ځواکونو شوې ده چې په پایله کې یې یو کومانډو وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. 

د رضایي په خبره تر ۳۵ پورې ملکیان په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي چې د امنیتي ځواکونو پوستې ته څیرمه شوې ده. زیاته شوې ده چې د چاودنې په پایله کې د ملکیانو کورونو او دوکانونو ته زیان اوښتی او ځینې یې ویجاړ شوي دي.

د بلخ د ولایتي شورا غړي ابراهیم خیر اندیش د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه موټربم چاودنه کې لږ تر لږه د کومانډو ځواکونو پنځه تنه وژل شوي دي او ځینې یې ټپیان دي.

د بلخ ولایتي شورا د ډيرو تلفاتو په هکله اندیښنه ښوولې ده. تر دې د مخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي ول چې نن سهار نهه بجې «د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د څارویو کلینک ته څیرمه موټربم حمله شوې ده.» خو په دې هکله یې نور جزئیات نه وو خپاره کړي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه چاودنه له مزار شریف ښار څخه یوازې څو کیلومتره وړاندې شوې چیرې چې آلماني عسکر مستقر دي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې که څه هم افغان حکومت او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو له پاره چمتووالی نیسي، خو لا تر اوسه د دغو خبرو اترو له پاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې او د بندیانو د تبادلې لړۍ یو ځل بیا له ځنډ سره مخامخ شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو هیئت د خبرو اترو له پاره اسلام آباد ته تللی چې په پام کې ده نن د دغه هیواد له چارواکو سره وویني.