د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر ګیورګي کوستوف، د BNT تلویزیون ته د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل: «د ټپي شویو پولیسو شمیر ۱۴ تنو پورته شوی دی.» هغه زیاته کړې ده: «تر ۲۰۰ ډیر مهاجر نیول شوي دي خو امکان لري چې نور هم ونیول شي.»
کډوډۍ هغه وخت رامنځ ته شوې چې قهرجنو مهاجرو، چې ډیر یې افغانان دی، د موټرو ټایرونو ته اور ورته کړ، پولیس او نورو تنظیم یې په تیږو وویشتل. دغه ګډوۍ د ترکیې پولې ته نزدې پروت کمپ «هرمنلي» کې رامنځ ته شوې دي. مهاجرینو د پنجشنبې په ورځ وختي په دې کمپ کې د هغه قانون پر ضد احتجاج کړی وو چې له مخکې یې تر روغتیایي آزموینو مخکې مهاجرینو ته له کمپه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.
د افغانستان نه ختمیدونکې ناامني او په آلمان کي نامعلوم انتظار
جرمني ته تازه رسېدلي افغان مهاجر د برلین په پخواني «تمپلهوف» هوایي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. ځينو مهاجرو تر پنځو میاشتو زیات وخت په دې ځای کې تیر کړی دی او يوې ښې راتلونکې ته هیلي نه لري. انځور: DW/R. Shirmohammadi په برلین کي ګڼه ګوڼه زياته وي. خو په دغه ښار کې ټول ښه ژوند نه لري. د دې کمپ ځیني اوسیدونکي که وغواړي چې دباندي ووزي بايد د کمپ له مسئولانو څخه اجازه واخلي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi که څه هم دا د پناه غوښتونکو موقت کمپ دی، او د آلمان د قوانیو له مخې باید مهاجر تر درو میاشتو وروسته له دې ځای خپل دایمې کمپ ته ولیږدول شي، خو دلته داسي مهاجر شته چې تر پنځو میاشتو یې ډیر وخت تیر کړی دی.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په تیرو څو میاشتو کې د برلین د دغه پخواني هوایي ډگر او د مهاجرو اوسني کور د بشري حقونو د فعالانو ډیره توجه ځان ته جلب کړې وه. په دې ځای کې وضعیت ډیر خراب وو او په زرونو کسانو پکښې ژوند کاوه.
انځور: DW/R. Shirmohammadi خو اوس د کمپ وضعیت بدلون موندلی دی او یوازي څلور سوه پناه غوښتونکي پکښې ژوند کوي. لامل یې اروپا ته د رسیدونکو مهاجرو د شمیر کمښت دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په دغه کمپ کې د میشتو مهاجرو په ډله کې ځيني ښځي هم شاملې دي. د دې کمپ خونې چت او دروازې نه لري چې له کبله یې ډیري ښځي د آرامښت ستونزي لري.
انځور: DW/R. Shirmohammadi احمد یو افغان مهاجر دی چې له اوو میاشتو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. پنځه میاشتي کیږي چې هغه په تمپلهوف کمپ کې ژوند کوي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi احمد او نامزاده یې په دې کمپ کې ژوند کوي هغوی دلته خصوصي حریم نه لري. دغه دواړه ځوانان نور د یوې ښې راتلونکې له پاره ډیره هیله نه لري.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په دې کمپ کې ډیر ماشومان هم ژوند کوي. که څه هم هغوی وړکتون او ښوونځي ته ځي، خو کورنۍ یې بیا هم د دغو ماشومانو په اړه د ژوند د خرابو شرایطو له کبله اندیښمن دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په دې کمپ کې اکثره مهاجر ښه روحي وضعیت نه لري. هغوی هیله لري چې د آلمان دولت یې د دوسیو په اړه ژر پریکړه وکي، څو دوی ته له دې ځایه ژر د وتلو امکان پيدا شي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi که څه هم په دې کمپ کې ژوند ډیر ښه نه دی، خو بیا هم ځيني مهاجر د راتلونکې له پاره هیله لري.
انځور: DW/R. Shirmohammadi په برلین کې د تمپلهوف کمپ یو انځور. پخوانۍ هوایي ډګر چې اوس آلمان ته د تازه رسېدلو مهاجرو په یوه کمپ بدل شوی دی.
انځور: DW/R. Shirmohammadi
د پولیسو ځایي مشرې نینا نیکولوا، د فرانسې خبري آژانس ته د پنجشنبې په ورځ وختی ویلي وو چې وضعیت اوس تر کنترول لاندې دی خو په همدې ورځ ناوخته یو ځل بیا ستوزې رامنځ ته شوې او پولیس پر کډوالو باندې د وبو پاشلو ته اړ شول چې هغه کډوال بیرته د کمپ ودانۍ ته واستوي چې غوښتل یې له دې ځای بهر ووځي.
په دې کمپ کې ۳۰۰۰ یو څه ډیر کډوال اوسیږي او په اوکتوبر میاشت کې هم په کې مظاهرې شوې وې. هغه وخت هم په سلهاو افغان مهاجرو غوښتل چې ورته د غربي اروپا هیوادونو په لور د تلو اجازه ورکړل شي.
بلغاریا له ترکیې سره پر خپل پوله کتاره لري او په تیروکلونو کې د اروپا د کډوالو د کړکیچ له کبله ډیره اغیزمنه شوې نه ده، خو بیا هم په دې هیواد کې ۱۳۰۰۰ کډوال میشت دي چې ډیر یې افغانستان پورې تړاو لري، او غواړي د اروپا نورو هیوادونو ته ولاړ شي.
انځورونه: د هنگري په سرحدونو کي د مهاجرو ستونزي
د هنگري په جنوبي سرحد کي پناه غوښتونکي له ستخو ستونزو سره مخامخ دي. خو نه غواړي چي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي. په دې انځوريز راپور کي به په هنگري کي د مهاجرو ستونزي بيان سي. انځور: DW/D. Cupolo په هنگري کي نابللي مېلمانه د هنگري لومړی وزير ويکتور اوربان، نور نه غواړي په خپل هیواد کي مهاجرو ته ځای ورکړي. خو مهاجر اوس هم د دغه هیواد سرحدونو ته ځانونه رسوي. د بېلگې په توگه په کليبيا کي دغه مهاجر.
انځور: DW/D. Cupolo پناه غوښتونکي اروپا ته د ځان رسولو له پاره دغي دروازې ته راځي. د سربستان او هنگري هیوادونو هوکړه کړې ده، چي د ورځي يوازي ۲۰ مهاجرو ته د تيرېدو اجازه ورکړي. له هغه وروسته چي د دوی نومونه ثبت سي، د مرکې له پاره وخت ورکول کيږي چي سرحد ته ورسي. دلته بيا د دوی سندونه بررسي کيږي.
انځور: DW/D. Cupolo کارونه په سمه توگه پر مخ نه ځي. ۱۸ کلن سوريايي محمد جمال، چي د مرکه کوونکو په ليست کي خپل نوم ولید، کليبيا ته ولاړ، خو يوه سرحدي چارواکي ورته وويل چي په دغه نوم د يوه مصري مهاجر د مرکې وخت وو، نه د ده. هغه اوس نااميده دئ.
انځور: DW/D. Cupolo په دغه کوچني کمپ کي چي مهاجر د خپلو مصاحبو په تمه شپې او ورځي تيروي، د څښاک اوبو له پاره يوازي يو نل سته. دغه کوچنۍ نجلۍ د يوې ايزدي کورنۍ ده چي له اوونيو راهيسي په دغه کمپ کي شپې او ورځي تيروي.
انځور: DW/D. Cupolo د هنگري پر دغه سرحد باندي سخته څارنه کیږي، کله چي يو مهاجر تر دغه دېوال واوړي او له پوليسو په تېښته بريالی سي، بيا نو پوليس سپي پسې خوشي کوي. له دې ځايه تښتېدل ډېر گران کار دئ.
انځور: DW/D. Cupolo دغو ماشومانو چي څه وختونه د اروپا په نورو کمپونو کي هم تير کړي دي، کورنۍ ئې وايي چي تر نورو دلته خوشحاله دي.
انځور: DW/D. Cupolo د کډوالو له پاره د هنگري په سرحد کي د کليبيا کمپ بيا هم تر نورو خوندي دی. دوی وايي په نورو کمپونو کي غلاوي او چور ډېر وو، خو دلته د کرارۍ احساس کوي.
انځور: DW/D. Cupolo مهاجر وايي چي په دغه سیمه کي خلک له دوی سره همدردي نه ښيي. دوی وايي ځايي اوسېدونکي په دې نظر دي چي «موږ بايد خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه سو او د خپل هيواد له پاره مبارزه وکړو.»
انځور: DW/D. Cupolo