1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په بلوچستان کې د داعش پر ضد د پاکستاني پوځ عمليات

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان امنيتي ځواکونو په بلوچستان کې د ترهګرې ډلې داعش پر وړاندې ستر پوځي عمليات پيل کړي دي. په مستونګ او شاوخوا سيمو کې یې د داعش خراسان د يو شمير مهمو قوماندانانو د وژل کيدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

بلوچستان کې د داعش ډلې پر ضد پوځي عمليات
بلوچستان کې د داعش ډلې پر ضد پوځي عملياتانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د بلوچستان مرکز کوېټه ته څيرمه په اسپلنجي او کابو سيمه کې په روانو دې عملياتو کې د داعش د پنځو مهمو قوماندانو د وژل کيدو پر خبرونو سربیره د دغه ډلې د يو شمير مهمو غړيو د نيول کيدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. زياته شوې ده چې د عملياتو په ترڅ کې د داعش له جنګيالو سره د نښتو په ترڅ کې د پاکستان د امنيتي ځواک درې غړي ټپيان شوي دي.

د پاکستان د پوځ په حواله په وژل شويو کې د داعش درې داسې مخکښ مشران هم شامل دي چې د افغانستان له کونړ ولايت څخه په دې وروستیو کې بلوچستان ته تللي ول.

د رپوټونو په حواله د داعش د جنګيالو د نيولو په موخه امنيتي ځواکونو اوس هم څو هغه سيمې کلابندې کړي دي چې شک کیږي دغو جنګيالي پکې پناه اخيستي وي. په غرنیو سيمو کې په ترسره کیدونکو دې عملياتو کې له څرخي الوتکو هم کار اخيستل کيږي.

د پاکستان د پوځ چورلکې سقوط کړې؛ ۶ عسکر وژل شوي

د پاکستان د استخباراتو يوه افسر د نوم نه بربنډولو په شرط دويچه ويله ته وويل چې د داعش وژل شويو وسله والو پر شعيه زيارت کوونکو د بريدونو پلان جوړاوه.

دغه افسر زیاته کړه: «دا ځانګړي عمليات د استخباراتي ادارو تر نظارت لاندې ترسره کيږي. هغه ودانۍ او ساحه چې د داعش وسله وال پکې وژل شوي دي، د استوګنې د سيمې په منځ کې پرته ده. له دغه ساحې څخه يو شمير مهم اسناد هم ترلاسه شوی دي. د دې اسنادو په رڼا کې اوس په نورو سيمو کې هم عمليات کيږي.»

هغه زياته کړه: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سيمې امنيت نور هم کلک کړل شوی دی. له افغانستان څخه پاکستان ته د وسله والو د داخليدو مخنيوی زموږ لومړيتوب دی. د افغانستان په هغو سيمو کې چې د طالبانو نفوذ پکې لږ دی، هلته داعش او نورې وسله والې ډلې د فعاليت د زياتولو په حال کې دي.»

دغه افسر وويل: «د تیرو څو کلونو په ترڅ کې داعش په بلوچستان کې د پښې ټينګولو هڅه کړې ده خو د هغوی تګلاره بریالۍ شوې نه ده.»

د بلوچستان د کورنيو چارو ادارې يوه لوړپوړي چارواکي نبيل احمد وويل چې د بلوچستان په هغو سيمو کې چې له افغانستان سره شريکه پوله لري، راټوکيدلی دا شورش د ترهګرۍ د نوې څپې برخه ده.

پوځي سرچيني وايي د دې عملياتو هدف د داعش جنګیالي ديانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

نوموړي له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «د داعش تندلاري وسله وال په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې په پراخه کچه ښکيل پاته شوي دي. په ماضي کې هم دلته د استخباراتي ادارو په عملياتو کې د داعش يو شمير لوړ پوړي مشران وژل شوي دي.»

نبيل احمد په خپلو خبرو کې زياته کړه: «د داعش د پاکستان مشر ابو عمر هم د بلوچستان په چاغي سيمې د عملياتو په ترڅ کې ووژل شو. د نيشنل ايکشن پلان له مخې چې دلته تر اوسه څومره عمليات شوي دي، په هغه کې له امنیتي ځواکونو سره د سيمې د قبايلو مرسته او ملاتړ هم د پام وړ دی.»

نبيل احمد وايي چې د داعش اصلي هدف دا دی چې په پاکستان کې فرقه پالنې ته لمن ووهي. هغه زياتوي: «دلته چې څومره بريدونه شوي، په اکثريت کې یې اقليتونه په نخښه شوي دي. پر هزاره ګانو په بریدونو کې هم داعش لاس درلود. تر دې دمخه د کويټې پر زرغون روډ پر پرتې کليسا د بريد مسئوليت هم داعش منلی وو.»په بلوچستان کې د پوځ پر دوو اډو بریدونه شوي

ځيني شنونکي هم په دې اند دي چې داعش د افغانستان له لارې يو ځل بيا په بلوچستان کې د ځای موندلو هڅه کوي. د دفاعي چارو شنونکی متقاعد پوځي افسر عمر فاروق هم وايي چې له هغه واخت راهيسي چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، هلته داعش تر ډېره کمزوری شوی دی.

له دويچه ويله سره په خبرو کې نوموړي وويل: «زما په آند دې ټول وضعيت ته له دې ليدلوري بايد وکتل شي چې داعش تر کومه حده ځان په دې سيمه کې فعال ساتلی شي. په افغانستان کې د تېر حکومت په دوره کې به دلته پاکستاني طالبانو له داعش سره په ګډه پر هدفونو بريدونه کول. خو اوس چې په کومو سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان خلک پټ دي هغوی لکه په ماضي کې اوس د افغانستان د حکومت ملاتړ له ځانه سره نه لري.»

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر حکومت يو تور دا وو چې له پاکستاني طالبانو سره مرسته کوي. خو د غني حکومت هر وخت دغه تورونه ردول.

عمر فاروق وايي چې تر هغه چې د پولې دواړو غاړو ته حفاظتي تدابير بهتره کړل شوي نه وي، له افغانستان څخه پاکستان ته د جنګيالو داخليدو مخه په بشپړه توګه نه شي نيول کیدلی.

دا هم د يادولو ده چې د کويټې په ګډون د بلوچستان ایالت په نورو سیمو کې د چين پر انجينرانو او د افغان طالبانو پر مشرانو د يو شمير بریدونو پړه هم داعش منلې ده.

ب. ص/ ن. ز (عبدالغني کاکړ)

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب