1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان کې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي

۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبه

پاکستاني چارواکو د يکشنبې په ورځ وویل چې پر امنيتي ځواکونو د وسلوالو په یوه هدفي برید کې لږ تر لږه څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي دي. دغه پيښه د شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان په سويل لويديځ کې رامنځته شوې ده.

Pakistan Soldaten tragen Sarg
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/A. Mughal

برید د پاکستان په سويل لويديځ په هغه علاقه کې شوې چې بلوڅ بيلتون غوښتونکي اورپکي په کې فعال دي. دوی وخت نا وخت پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي.

د آلمان خبري آژانس له اسلام آباد څخه لیکي چې دغه راز دوه نور سرتيرې په هرنائي ولسوالۍ کې هغه وخت ټپیان شول چې پر ګزمه بوخت ول او د موټر تر څنګ ته يې چاودنه وشوه.

د حملې مسئوليت »بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ« يا (BLA) چې د بیلتون غوښتونکو یوه ډله ده، منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خبرځای په وینا، د جمعې په ورځ هم د بلوچستان ایالت په آواران ولسوالۍ کې دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي ول.

دغې او نورو اسلامپاله وسلوالو ډلو په سیمه کې خپل بریدونه ډير کړي دي. له بلې خوا په افغانسان کې واک ته د طالبانو په رسيدلو سره په سرحدي علاقو کې د دغه ډول ډلو د لا تقویه کیدو اندیښنې لا زیاتې کړي دي.

بلوچستان د مساحت له مخي پاکستان تر ټولو لوی اما بې ثباته ایالت دی. دغه ایالت چې د ایران او افغانستان سره ګډې پولې لري، په منظمه توګه د اسلامپاله وسلوالو، فرقه يې او فرعي ملتپاله ياغيانو د ډلو د بریدونو شاهد وي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل