په بنکاک کي د تشدد د رامنځته کيدو تشويشونه موجود دي
۱۳۸۸ مرداد ۲۶, دوشنبهد پخواني ليري کړل سوي صدراعظم تاکسين شنوواترا طرفداران غواړي ، د شاهي ماڼۍ پر خوا حرکت وکي ،تر څو د تاکسين د بخښل کيدو غوښتنه وکي ،چه د قدرت څخه د سؤاستفادې پخاطر په دوه کاله حبس محکوم سوی ؤ،او ځکه نو په هجرت کښي ژوند کوي . مظاهره کونکو د تاکسين شنوواترا د معافيدو پخاطر5 مليونه امضاوي راټولي کړي دي.
د سور کميسو يوه رهبر جاتوپورن پرومپان وويل ،چه پاچا بايد د ملي پخلايني دپاره لار خلاصه کي.
« ټول دلته ډير انتظار لري ،ولي هر څه د پاچا په تصميم پوري اړه لري . پاچا يوازنی کس دی ،چه زموږ په هيواد کښي دغه مشکل حلولای سي.»
د تايلنيډ حکومت کوښښ کوي ، چه د تاکسين د بخښل کيدو خنډ وګرزي ،او ځکه نو اوسني صدراعظم ابي زيت ويجايي وا وويل چه پاچا نبايد د هيواد په سياسي شخړو کښي مداخله وکي . خو د سور کميسو د امضا راټولولو پر ضد د حکومتي رسنيو لوی کمپاين هم ونسوای کولای چه د هغه مخ ونيسي.
ددې تشويش موجود دی چه نن دوشنبه به په تايلنيډ کښي اخوډب رامنځته سي ،ځکه چه نن ستره محکمه د بوم جای تای د ګوند د منشي نيوين چيدوب د اختلاس او رشوت خوړلو دوسيه څيړي ،او حکم صادروي . دده طرفداران د محکمې پر شاوخوا راګرزيدلي دي ،تر څو د محکمې د حکم انتظار وباسي.
د نيوين طرفداران چه شنه کميسان يې اغوستي دي ،داسي دي لکه دده شخصي عسکر.
دوی د آسين د کنفرانس پر مهال چه په پاتايا کښي د اپريل په مياشت کښي جوړ سوی ؤ،هم راپيدا سوي وه ،او تر هغه وروسته يې په بنکاک کښي د تشدد څخه ډک اخوډب کښي لاس درلودۍ .
څنګه چه شاهي ماڼۍ او ستره محکمه ډير ندي سره ليري ، نو کيدلای سي چه د سور کميسو او شين کميسو تر منځ اخوډب رامنځته سي.
نيوين يو وخت د پخواني صدراعظم تاکسين شنوواترا د معتمدو کسانو څخه ؤ،خو ده د پخواني حکومتي ګوند تر منع کيدو وروسته ،مخ واړاوه ،او اوس يې په تايلنيډ کښي د دموکراتيک ګوند سره اييتلاف جوړ کړی دی . ځکه نو سور کميسي دی يو خاين بولي.
په محکمه کښي د يوې مليارډي پروژې د اختلاس پر موضوع فيصله کيږي ،چه په 2003 کال کښي دتاکسين شنوواترا لخوا شروع ،او د نيوين لخوا نظارت کيدل .
ويل کيږي چه ددغي پروژې د لاري ډيري پيسې شخصي جيبو ته لودلي دي.
د بنکاک پوست ورځپاڼه ليکي ، چه که نيوين مجرم وبلل سي ،نو تر20 کالو پوري د حبس په جزأ به محکوم سي.