1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په بنګله دیش کې د ښځو د بدن د ښکلا سیالۍ ترسره شوي

۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه

د لومړي ځل له پاره په بنګله دیش کې د میرمنو د بدن د ښکلا سیالۍ په داسې حال کې ترسره شوې چې د ښځو بدنونه پټ وو، څو د دې هیواد د زیاتره مسلمان میشته ټولنې د غبرګون مخنیوی وکړي. يوې ۱۹ کلنې دا سيالي گټلې ده.

Bangladesch Frauen Body Building
انځور: Getty Images/AFP

 په بنګله دیش کې د دغو سیالیو د ګټونکې بدن تر ډیره پورې په جامو پوښلی وو او د بدن عضلات یې نه ښکاریدل، په داسې حال کې چې په نړیوالو سیالیو کې په دغه راز سیالیو کې د میرمنو له پاره ځانګړي لباسونه په پام کې نیول شوي دي. د دغو سیالیو ګټونکې اوهوانا رحمان او د سیالیو ۲۹ نورو ګډونوالو، خپل عضلات او اندامونه د سلګونه تماشاچیانو پر وړاندې پوښلي وو خو د بریا له پاره ټولو هیلې درلودې.

په دې ترتیب سره دا لومړی ځل دی چې په اکثره مسلمان میشته او محافظه پاله بنګله دیش کې د میرمنو د بدن د ښکلا دغه راز سیالۍ ترسره کیږي. دغه درې ورځنۍ سیالۍ د بنګله دیش په پلازمینه ډهاکا کې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیدې چې په پایله کې یې د آوهونا رحمان په نامه یوه ۱۹ کلنه زده کوونکې د سیالیو ګټونکې اعلان شوه.

د سیالۍ ګټونکې آوهونا رحمان د فرانسې خبري آژانس ته د سیالیو په هکله وویل: «زه ډیره خوشاله یم. د دې بریا له پاره مې ډیر زیار ایستلی وو.» نوموړې په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې اصلاً مې دغې موضوع ته په خپل ذهن کې ځای نه ورکوو چې یو څوک به زما د بدن د ښولو له پاره پر ما انتقاد کوي. ورور مې چې د بدن د ښکلا د یوه کلب څښتن دی، تل یې زه هڅولې یم.

نوموړې بنګله دیشۍ پیغلې د دې سیالیو په هکله همدا راز وویل: «موږ ته ویل شوي وو چې د [بدن] د پوښلو قواعد موجود دي چې باید هغه عملي شي. زما په نظر، هغه جامې چې وړاندیز شوې وې، د بنګله دیش له نظره مناسب وې.»

په ورته وخت کې په بنګله دیش کې د بدن د ښکلا د فدراسیون عمومي مشر نظر الاسلام وویل د دغو سیالیو پر وړاندې په بنګله دیش کې ګڼ شمیر غبرګونونه موجود وو. د نوموړي په خبره د دغو سیالیو هدف د میرمنو د روغتیا او د بدن د ښه ساتلو له پاره د میرمنو هڅول وو. نوموړي وویل: «موږ د [بدن] د پوښښ په برخه کې د ټولنیزو دودونو او د دیني لارښونو له اړخه ډیر محتاط وو. موږ د نجونو له پاره لستوڼي لرونکي جامې او اوږده پرتوګونه انتخاب کړل.»

د بنګله دیش د بدن د ښکلا د فدراسیون مشر وايي چې دغه راز سیالۍ کولی شي په بنګله دیش کې د کار زمینې هم برابرې کړي ځکه په خبره یې په دغه راز سیالیو سره د سپورت په برخه کې میرمنې هڅول کیږي. د نوموړي په خبره اوسمهال په بنګله دیش کې د میرمنو د بدن د ښکلا په سپورت کې ډیروالی راغلی او دا چې دغه لړۍ ښه پرمخ روانه ده.

د بنګله دیش کابو ۹۰ سلنه ټولنه مسلمانان تشکیلوي او په دغه اسلامي ټولنه کې، د سپورټ په ځانګړې توګه د کریکټ، فوټبال، نخښې ویشتنې په برخو کې د میرمنو حضور مخ پر ودې دی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب