د بنګله دېش چارواکو د یکشنبې په ورځ د سترې محکمې له حکم څخه مخکې چې د حکومتي دندو د سهمیې د کمولو په اړه یې پریکړه وکړه، او د پراخو لاریونو لامل شو د تګ راتګ وضع شوي بندیزونه یې وغځول.د ملکي خدماتو د کار دا سهمیې ۳۰ سلنه د هغو خلکو کورنیو له پاره ځانګړي شوې وې، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې د «بنګله دیش د آزادۍ جګړې» په نامه له پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستلو له پاره مبارزه کړې وه.ځایی رسنیو راپور ورکړی چې د تګ راتګ بندیزونه، چې د جمعې په ورځ ناوخته پیل شول، په ځایي وخت د ماسپښین تر ۳ بجو پورې به دوام وکړي. په منځ کې دوه ساعته دمه د دې له له پاره پلان شوې چې خلک وکولای شي اړینو توکو ته لاسرسی ولري.په بنګله دیش کې تر وروستیو ناکراریو وروسته انټرنټ او پیغامي خدمات له پنجشنبې راپیداخوا ځنډول شوي او پوهنتونونه او کالجونه د چهارشنبې له ورځې رخصت شوي دي.
امنیتي ځواکونه په ټول ښار په ځانګړي توګه د دغه هیواد په پلازمینې ډاکا کې ګزمې کوي.انځور: Munir Uz Zaman/AFP د بنګله دېش محکمې د کار د سهمیې په اړه څه ویلي؟
لوړپوړي قاضي ای ام. امین الدین د تیرې میاشتې یوه حکم ته په اشارې سره، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «یوازې پنځه فیصده د ملکي خدماتو دندې به د خپلواکۍ د قربانیانو بچیانو او دوه فیصده به د نورو کټګوریو له پاره ځانګړي شي.»
د سهمیې قوانین په ۲۰۱۸ کال کې د حکومت لخوا لغوه شول، او د حکومت له لوري بیا عملي کولو یې پراخ غبرګونونه په ځانګړې توګه د دغه هیواد د ځوانانو ترمنځ، چې د بنګله دیش د نفوس شاوخوا یو په پنځمه برخه جوړوي، راوپارول.
سترې محکمې دغه غونډه، چې ټاکل شوې وه د اګست په اوومه نېټه وشي، د یکشنبې په ورځ را وبلله. یو شمېر څارونکي وايي، د سترې محکمې له پرېکړې سره سره به د حکومت پر وړاندې د خلکو غوسه دوام ولري.
د شیخ حسینې د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه
د تیرې اونۍ لاریونونه چې په تر ډیره پورې د پوهنتون د محصلینو لخوا رهبري کیدل، دا د دغه هیواد د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې چې روان کال د څلورم ځل له پاره بیا د حکومت د مشرې په توګه وټاکل شوه، په حکومتي دوره کې تر ټولو ستر او پراخ لاریونوه شمیرل کیږي. نوموړې د ټاکنو پر مهال پرته له کوم ریښتیني مخالفته بیا ځلې وټاکل شوه.
نیوکه کوونکي وایي دغه سهمیې د هغو کورنیو په ګټه دي چې د ۷۶ کلنې حسینې ملاتړ کوي. نوموړې له ۲۰۰۹ کاله را پدیخوا په دغه هیواد کې واکمنه ده.
د بشري حقونو ډلې د حسینې پر حکومت تور پورې کوي چې د واک د ټینګولو او د ټولو اپوزیسیونونو د ځپلو لپاره له دولتي بنسټونو ناوړه ګټه پورته کوي. د بشري حقونو ډلې همدا راز ادعا کوي چې شیخ حسینه د اپوزیسیون فعالان په ناقانونه ډول وژني.
د سهمیې په وړاندې غوسه په ځانګړې توګه د ځوانو فارغانو په منځ کې شدیده ده چې د کار نه پیدا کولو له سخت بحران سره مخ دي. په بنګله دیش کې حکومتي دندې ته د تر ټولو ښه کاري فرصت په توګه کتل کیږي.وروسته له هغې چې بنګله دیش کې مرګونو لاریونونو د پولیسو او خلکو تر منځ نښتې ډیرې کړې، امنیتي ځواکونه په ټول ښار په ځانګړي توګه د دغه هیواد په پلازمینې ډاکا کې ګزمې کوي.
د بنګله دیش په یوه شړ ټاپو کې د روهنګیایانو د هستوګنولو پلان
بنګله دیش ۲۷۲ میلیونه ډالر مصرفوي چې د بهسن چار ټاپو د روهنګیا لږکیو له پاره د هستوګنې جوګه شي. خو روهنګیا مهاجر چې اوس د کوکس بازار په سیمه کې په یوه کمپ کې اوسیږي، نه غواړي دغه ټاپو ته د ژوند کولو له پاره ورشي. انځور: DW/A. Islam له وچې څخه لیرې پروت ټاپو بهسن چار چې په بنګالي ژبه کې «لامبو وهونکي» ټاپو ته ویل کیږي، شل کاله کیږي چې رامنځ ته شوی دی. دغه ټاپو له وچې څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې پروت دی. د زیاتره مسلمان میشته هیواد حکومت پلان لري چې دغه ټاپو کې د کوکس بازار له مهاجر کمپونو څخه ۱۰۰ زره روهنګیا مهاجر هلته هستوګن کړي.
انځور: DW/A. Islam ترانسپورتي چارې آسانه نه دي دغه ټاپو ته د تګ له پاره د عامو خلکو له پاره مناسب ترانسپورت نه شته. ځینو خلکو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د سمندر تندخویي د برسات په موسم کې د کښتیو په واسطه دغه ټاپو ته رسیدل ستونزمنوي.
انځور: DW/A. Islam دغه ټاپو د بندونو په واسطه خوندي شوی؟ حکومت ۱۳ کیلومتره اوږد او درې متره لوړ بندونه جوړ کړي دي چې دغه ټاپو د سمندر له لوړو څپو او سیلابونو څخه وژغورل شي. خو د ټاپو د دوکاندارانو په وینا د بندونو باندینۍ برخې په یوه میاشت کې دوه وارې تر اوبو لاندې شوي دي.
انځور: DW/A. Islam د بنګله دیش حکومت د روهنګیا مهاجرو د هستوګنولو له پاره په دغه ټاپو کې ۱۴۴۰ یو پوړیزې ودانۍ جوړې کړي دي چې هره ودانۍ ۱۶ خونې لري. لږ تر لږه د څلور کسانو کورنۍ باید په یوه کوچنۍ خونه کې ژوند وکړي. ۱۲۰ څلور پوړیزي ودانۍ هم شته د توپانونو پر مهال به ترې استفاده کیدی شي.
انځور: DW/N. Conrad په بهسن چار کې ټولې ودانۍ په سولري بریښنا سمبال دي، چې د انرژۍ اړتیا پوره کړي. د سولر بریښنا یو لوی مرکز او د بریښنا دوه ډیزلي جنراتورونه هم نصب شوي دي. په دغه ټاپو کې د څښاک د اوبو آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي.
انځور: DW/A. Islam دغه ټاپو ته د خپل بې ثباته خاصیت له کبله «لامبو وهونکی» ټاپو هم ویل کیږي. د سپوږمکیو انځورونو په ۲۰۰۲م کال کې دغه ټاپو کشف کړ. بنګله دیشي چارواکو د پایو، کاڼو او شګو له بوجیو څخه داسې جوړښتونه رامنځ ته کړي چې د دغه ټاپو د له منځه تللو مخنیوی وکړي.
انځور: DW/A. Islam په داسې حال کې چې ځینې کارپوهان وایي چې دغه ټاپو لا هم ژر ماتیدونکی او د اوسیدو جوګه نه دی، خو د اقلیم د بدلون متخصص آینون نشاط په دې نظر دی چې خلک دغلته اوسیدی شي، که چیرې بندونه له شپږ نیمو مترو څخه تر اوو مترو پورې لوړ کړی شي. خو هغه باور نه لري چې په دغه ټاپو کې دې کرهڼه وشي.
انځور: DW/A. Islam روهنګیا له توپانونو او غرقیدو څخه ویره لري روهنګیا مهاجر اندیښنه لري چې که چیرې دوی په دغه ټاپو کې اجباري هستوګنې ته مجبور کړای شي، ښایي د توپانونو په پایله کې مړه شي. د هغوی په خبره ښایي د دوی کوچنیان په اوبو کې غرق شي.
انځور: DW/A. Islam آیا روهنګیا لږکي به هلته ولاړ شي؟ په داسې حال کې چې دغه ټاپو د روهنګیایانو اوسیدو ته کابو جوګه دی، حکومت باید دغه ټاپو د انسانانو د انتقالولو په هکله پریکړه وکړي. ځینو سرچینو ویلي دي چې ښایي بیا هستوګنول په نومبر میاشت کې تر سره شي. حکومت دې ته اشاره کړې ده، چې که چیرې څوک د کوکس بازار له مهاجر کمپ څخه تګ غوره نه کړي، نو دوی به مهاجر په زور دغلته تګ ته مجبوره کړي.
انځور: DW/A. Islam
Rsh/Aj/tj/fb/ZN.KH.H(AFP، AP)