1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په بنګله دېش کې ډینګي ناروغۍ تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژلي

۱۴۰۲ مهر ۱۰, دوشنبه

د بنګله دېش د روغتيايي ادارو د شمېرو له مخې، سږ کال په دغه هېواد کې د ډینګي تبې له امله تر زرو ډېر کسان مړه شوي چې دا د تېر کال د قربانيانو څلور برابره کیږي.

د بنګله دیش یو روغتون چې د ناروغانو ډک دی
د بنګله دیش یو روغتون چې د ناروغانو ډک دیانځور: Mortuza Rashed/DW

د دې هیواد د روغتیايي ادارو د شمیرو له مخې د روان کال له پیل څخه تر اوسه په دغه آسیاي هېواد کې د ډینګي د تبې له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

تېر کال د دغې ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۲۸۱ تنو ته رسېدلی وو.

د بنګله دیش روغتيايي ادارو له جنورۍ مياشتې راهيسې په ټول هېواد کې د ډينګي تبې څه باندې دوه سوه زره پېښې ثبت کړې دي. د رسمي شمېرو له مخې په مړو شویو کې ۱۱۲ کسان یې ۱۵ کلن شوي نه ول.

د دې هیواد د روغتیا څانګې پخواني مشر بینظیر احمد فرانسې خبري آژانس ته ویلې دي، چې سږ کال د دغې ناروغۍ د مړو شمېر د تیرکال په پرتله نیږدي څلور برابره لوړ شوی دی.

ساینس پوهان په بنګله دیش کې سږکال د ډینګي ناروغۍ د خپریدو ستر لامل نامنظم بارانونه او د تودوخې لوړه درجه په ګوته کوې.

ویل کیږې بارانونو او تودښت د غوماشو د نسل له پاره مناسب شرایط رامینځ ته کړي او یاده ناروغۍ لیږدول شوې.

ډینګي ناروغي په ګرمو سیمو کې هغه ناروغۍ ده چې د لوړې تبې، سر درد، زړه بدوالي، کانګو او د هډونه دردونه علایم رامینځ ته کوې. یاده ناروغي په ډیر بد حالت کې د ویني بهیدو له امله د انسان ژوند اخلي.

په بنګله دیش کې، د یادې ناروغۍ ډیري پیښې په باراني موسم کې د جولای او سپتمبر میاشتو ترمنځ ثبت کیدلې، خو سږ کال د یادې ناروغۍ له امله روغتونونو د کال په لمړیو میاشتو کې هم ناروغان ومنل.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس په سپتمبر کې وویل چې یادې ناروغۍ د بنګله دیش روغتیايي سیسټم تر سخت فشار لاندې راوستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د اقلیم د بدلون له امله د غوماشو څخه پیدا شوي ناروغۍ لکه ډینګي تبه، ژړه تبه او زیکا ویروس په چټکۍ سره خپریږي.

هغه ویروس چې د ډینګي ناروغۍ لامل کیږي د غوماشو له لارې لیږدول کیږي او تر دې دمه يې د مخنیوي له پاره هیڅ واکسین هم نشته.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب